د هلمند د بولان طبیعي ځنګل کې سلګونه زینتي ونې کښېنول شوې
۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د بولان طبیعي ځنګل کې د نویو نیالګیو اېښودلو په لړ کې ١١١٠ دانې د شنګ ونې کښېنول شوې .
دیاد طبیعي ځنګل د رغونې چارې چې له وړاندې پیل شوې وه، دا مهال یې کارونه په چټکۍ سره ادامه لري.
د هلمند دکرنې ریاست هڅه کوي ترڅو د یاد طبیعي ځنګل د بیا رغونې، ساتنې او اوبو رسونې په برخه کې نورې اړینې چارې هم ترسره کړي.
