د ننګرهار کانال ریاست: د مالدارۍ شته فارمونه د طبق پر وړاندې واکسین شوي
۴ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۱۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې ریاست اړوند د مالدارۍ فارمونه د طبق پر وړاندې واکسین شوي دي.
د ننګرهار کانال د مالدارۍ فارم آمر انجنير سېد فصيح الله هاشمي وایي: «دغواګانو روزنې ته پآملرنه د کورني اقتصاد د پیاوړتیا ستره وسیله او نښه ده، له ډېره ښه مرغه د مسلکي ډاکترانو له لوري مخکې له دې، چې خداى مه کړه ددې فارم شته غواګانې د طبق په ناروغۍ اخته شي، ددی فارم ټول څاروي د طبق ناروغۍ پروړاندې واکسین شوي دي.
ددې واکسین موخه د څارویو خوندیتوب او د یادفارم د لبني توکو زیاتوالی ښودل شوی دی.
