هلمند کې د نیالګیو روزلو قوریې جوړې شوي دي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۹:۲۹
هلمند کې د نیالګیو روزلو قوریې جوړې شوي دي

 ۲۰ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۸جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست اړوند د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو آمریت کارکوونکو د نیالګیو روزلو  له ګڼو قوریو څخه ليدنه وکړه. 
د یادې لیدنې په ترڅ کې اړونده مسؤلو نیالګي روزنکو ته لازمې سپارښتنې وکړې تر څو په همدې کال کې باکیفیته نیالګي بڼوالو ته په واک کې ورکړل شي. 
د هلمند ولایت دکرنې ریاست اړوند سوېل لویدیځ زون د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو آمریت د مسؤلینو د معلوماتو له مخې سږکال به د هلمند د کرنې ریاست ترڅنګ د خصوصي سکتور پر مټ زرګونه تصدیق شوي نیالګي چې پکې به د شفتالو، زردالو، پلم، الوبخارا ، انګورو،  انارو او انځرو تر څنګ نور بېلابېل مېوه لرونکي نیالګي  شامل وي د ځمکوالو لپاره وړاندې شي.
د هلمند دکرنې ریاست هڅه کوي، چې د نويو نيالګيو د ښې روزنې او پالنې برخه کې لا زیات کار وکړي ترڅو د کیفیت او کمیت له مخې هلمندي ځمکوالو ته باکیفیته نیالګي  تولید کړي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

آغاز کمپاین نهال‌شانی در ولسوالی چال تخار

۱۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی در ولسوالی چال ولایت تخار به‌هدف گسترش فضای سبز و بهبود محیط زیست، از سوی کارمندان ریاست زراعت تخار در آن  ولسوالی به‌گونه رسمی آغاز گردید.
مراسم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۲:۱۲
Background image

آغاز کمپاین نهال‌شانی بهاری در ولسوالی کلکان کابل

۱۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی بهاری تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل در ولسوالی کلکان آغاز گردید.
این برنامه با حضور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۲:۵
Background image

توزیع ۱۵۰۰ نهال اصلاح‌شده در ولسوالی چهارکنت بلخ

۱۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
در ادامه برنامه‌های حمایوی در بخش زراعت و باغداری، روند توزیع نهال‌های اصلاح‌شده در قریه سفید چشمه ولسوالی چهارکنت تطبیق گردید.
این برنامه با همکاری مدیریت عمومی خدمات. . .

بازگشت به خبرها