د کندهار په ژیړۍ کې یوشمېر بزګران وروزل شول

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۶:۴۴
د کندهار په ژیړۍ کې یوشمېر بزګران وروزل شول


۲۹ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د ژیړۍ په ولسوالی کې د کرنې ادارې اړوند دبوټو ساتنې او ترویج مدیریت کارکوونکو لخوا د څارویو، بڼونو او بوټو د افتونو او ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په برخه کې یوشمېربزګران روزلي دي.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمود مظلوم وویل، چې د بزګرانو د وړتیالوړولو په پآر د کندهار دکرنې ریاست  فني او مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت په کچه د عامه پوهاوی کمپاین پی شوی دی، چې په ترڅ کې یې ددې ولایت ژیړۍ ولسوالی کې ډېر شمېر بزګران روزل شوي دي.
 ښاغلي مظلوم وویل، چې ددې کمپاین په ترڅ کې به د یاد ریاست مسلکي کارکوونکي ددې ولایت د مرکز په ګډون د ټولو ولسوالیو کلیو کې به بزګرانو ته د کرکیلي او مالدارۍ اړوند عامه پوهاوی ورکړي.
په همدې حال کې یاد تخنیکي ټیم د کندهار ولایت د ژیړۍ ولسوالی کې د حیواني او نباتي درمل پلورنځیو او کلینیکونو څخه هم څارنه وکړه، چې ددې څارنې په ترڅ کې یوشمېر تروخت تېر درمل راټول او اړوندو چارواکو ته سپارښتنه وشوه، چې د بېکفیت او تر وخت تېر درملو پېر-پلور څخه دې په کلکه ډډه وکړي او درمل پلورنځۍ د قانوني جواز ترڅنګ باید مسکلي کسان ولري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

بررسی پیشرفت کار اعمار کانال خلازی در ولایت پروان

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئتی از مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پروان از روند اعمار کانال خلازی بازدید  نموده و میزان پیشرفت فزیکی این پروژه را حدود ۴۷ درصد ارزیابی کرد.
این. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

BACK TO NEWS