د هلمند مرکز او ناوې ولسوالی کې یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۹:۵۱
د هلمند مرکز او ناوې ولسوالی کې یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول

۲۹ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت کرنې ، اوبولګولو او مالدارئ ریاست اړوند د مالدارئ او حیواني روغتیا آمریت فني او مسلکي کارکوونکو لخوا ددې ولایت په مرکز لښکرګاه او ناوې ولسوالی کې د حیواني درمل پلورونځیو  او شرکتونو څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه.
دغه څارنه مالدارانو ته د معیاري چوپړتیاوو د وړاندې کولو په پار ترسره شوي دي.
په دغه څارنه کې د حیواني او ګیاوو درملتونونو څارنه، د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او وترنریو پاکوالۍ او د اقتصاد وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو جوازونو څارل شامل دي.
د دغه کنټرول څخه موخه داده چې د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو  پلور مخه ونیول شي، مالدار ته نسخې ورکولو،  په خپل سر د هټيو پرانستل او د غير قانونې درمل مخنيوي وشي. 
دغه راز ددې څارنې په ترڅ کې یو اندازه تاریخ تېري درمل راټول او له مینځه یوړل شوي دي.
ددې کنټرول په پايله کې يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت جواز وخت يې تېر و او یایې جوازونه نه درلودل  سپارښتنه ور ته وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایي  نوي کړي او هغه درمل پلورنځۍ چې غیر مسلکي کسانو پکي کار کاول سپارښتنه ورته وشوه، چې په راتلوونکې کې د غير معياري هټيو د پرانستلو، د غیر مسلکي کسانو ګمارنې، د بې کيفيته درملو او واکسینو د پلور او واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
دغه څارنې او ارزونې ددې لامل کیږي چې، درملتونونه او د وترنرۍ د برخې فعالین خپلو مشتریانو ته معیاري او په ښه کیفیت برابر چوپړتیاوې وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

بررسی پیشرفت کار اعمار کانال خلازی در ولایت پروان

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئتی از مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پروان از روند اعمار کانال خلازی بازدید  نموده و میزان پیشرفت فزیکی این پروژه را حدود ۴۷ درصد ارزیابی کرد.
این. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

BACK TO NEWS