د ننګرهارکانال شرکت په څلور ګونو فارمونو کې د شاتو مچیو د روزنې کاروبار غوړېدلی

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۷ - ۱۰:۲۹
د ننګرهارکانال شرکت په څلور ګونو فارمونو کې د شاتو مچیو د روزنې کاروبار غوړېدلی

د ننګرهار کانال شرکت، د شاتو مچیو روزنې صنعت د پراختیا او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په پار د شاتو مچیو روزونکو سره په ګډه هڅې پیل کړي دي، ترڅو په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې صنعت ته وده او پراختیا ورکړي.
د ننګرهارکانال شرکت د مسوولينو په وينا ، ددې کانال په څلورګونو فارمونو کې اوسمهال د  شاتو مچیو روزنې سکټور په غوړېدو دی اوپه دې برخه کې ګڼ شمېر هېوادوال په کاروبار بوخت دي..
د ننګرهارکانال په شته فارمونو کې د مچیو د روزنې زمینه مساعده ده او دا مهال د هېواد د نورو ولایتونو څخه ډېرو کسانو مچۍ ننګرهار کانال یادو فارمونو ته راوړي دي، چې دلته ‌یې روزنه وکړي او ترې ښه عسل ترلاسه کړي.
د شهدو کاروباریان وايي، چې پلوڅه شهد، شینشوبې شهد او د بېرې شهد دلته په ننګرهارکې ډېر مینه وال لري.
باید وویل شي، چې ننګرهارکانال پخپلو شته فارمونو کې د شهدو مچیو روزنې او ترې سوچه شهد ترلاسه کولو په موخه کابو ۲۳ زره د بېرې ونې کرلي دي.
په ننګرهار کې د شاتو مچیو د روزنې زمینه مساعده ده او دا مهال په دې ولایت کې یوشمېر کسانو شاتو مچیو روزلو ته مخه کړي، چې دلته یې روزنه وکړي او ترې ښه عسل تر لاسه کړي.
افغانستان د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپېريال لري او دا د دې لامل شوې، چې په دې هېواد کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS