هلمند کي دغوښینو چرګانو د درمل پلورونکو او شرکتونو څخه څارنه وشوه 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۰:۵۹
هلمند کي دغوښینو چرګانو د درمل پلورونکو او شرکتونو څخه څارنه وشوه 

٢۳ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۳۰ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکو لخوا دغوښينو چرګانو ددرمل پلورونځیو او شرکتونو څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه. 
د یادې څارنې په لړ کې له ١٢ درملتونونو او شرکتونو څخه شپږ قلمه تاريخ تېر درمل راټول شول او اړونده درملتونونو مالکانو  ته سپارښتنه او لارښوونه وشوه تر څو راتلونکي کې د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو له پلور څخه ډډه وکړي. 
دغه راز  په پايله کې يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت جواز وخت يې تېر و او یایې جوازونه نه درلودل  سپارښتنه ور ته وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایي  نوي کړي او هغه درمل پلورنځي چې غیر مسلکي کسانو پکې کار کاوه ورته لازمې سپارښتنې وشوې.
 همدارنګه  سپارښتنې ورته وشوې چې په راتلوونکې کې د غير معياري هټيو د پرانستلو، د غیر مسلکي کسانو ګمارنې، د بې کيفيته درملو او واکسینو د پلور او واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
دغه څارنې او ارزونې ددې لامل کېږي چې، درملتونونه او د وترنرۍ د برخې فعالین خپلو مشتریانو ته معیاري او په ښه کیفیت برابر چوپړتیاوې وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

بررسی پیشرفت کار اعمار کانال خلازی در ولایت پروان

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئتی از مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پروان از روند اعمار کانال خلازی بازدید  نموده و میزان پیشرفت فزیکی این پروژه را حدود ۴۷ درصد ارزیابی کرد.
این. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

BACK TO NEWS