هلمند کې د شېدو غواګانو روزلو فارم لرونکو ټولنه جوړه شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۱۰:۴۴
هلمند کې د شېدو غواګانو روزلو فارم لرونکو ټولنه جوړه شوه

۱۸ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني رړغتیا آمریت لخوا په دې ولایت کې د غواګانو روزلو فارم لرونکو د ترتیب او تنظیم په موخه د ټولنې لپاره مسؤلین وګمارل شول.
په همدې موخه په جوړه سوې ناسته کې ددې ولایت په کچه د لسګونو فارمونو مالکانو ګډون کړی وه چې د رهبرئ لپاره یې ددوئ ترمنځ رئیس ، مرستیال ، منشي او خزاندار وټاکل شول.
دیادې ټولنې په جوړېدو سره به د کرنې ریاست او خصوصي سکتور ترمنځ اړیکي لا پیاوړې او ددوی ستونزو ته به پر وخت رسېدنه وشي.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وویل: «دغه راز د یاد ټولنې په مټ به وکولای شو ترڅو د لېږدونکو او غیر لېږدونکو ناروغیو مخنیوی، روغتیایي  روزنه او د ښه کیفیت او کمیت لرونکو تولیداتو لپاره به د بازار موندنې زمینه برابره کړو.»
د هلمند دکرنې ریاست هڅه کوي ترڅو  د یادو فارمدارانو دروزنې کچه لوړه کړي  او د دوی د مسلکي پوهاوۍ لپاره به د بېلابېلو پروګرامونو د پلي کېدو زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې دا مهال هلمند کې د غواګانو روزلنې نږدې ٧٠ فارمونه ثبت او راجستر شوي دي، چې هر فارم کې په منځني ډول ۳۰ غواګانې شتون لري او نږدې زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

بررسی پیشرفت کار اعمار کانال خلازی در ولایت پروان

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئتی از مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پروان از روند اعمار کانال خلازی بازدید  نموده و میزان پیشرفت فزیکی این پروژه را حدود ۴۷ درصد ارزیابی کرد.
این. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

BACK TO NEWS