خوست کې د څارویو پر کلینیکونو لوحې ووېشل شوې
۱۷ لړم ۱۴۰۲ه.ش
۲۴ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې دکرنې او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې ۱۲ کلینیکونو ته لوحې وېشلي دي.
د چارواکو په خبره دغه لوحې د څارویو هغو کلینیکونو ته وېشل شوي دي، چې د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې فعالیت کوي.
