میدان وردګو کې پر ١١ زره او ٥٠٠ بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو  وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۱۱:۲۱
میدان وردګو کې پر ١١ زره او ٥٠٠ بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو  وېش لړۍ پیل شو

۶  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د  میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي ملاتړ او د اسټارز مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت پر ١١ زره او ٥٠٠ مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.
ددغو مرستو د وېش لړۍ په پيل غونډه کې د میدان وردګو والي قاري بختیار معاذ، دکرنې او مالدارۍ رییس مولوی عبدالجبار خالد، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې عمومي مسؤل ریچارډ ټر نچرډ، او یوشمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو.
میدان وردګو والي د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال پروګرام له مرستو د مننې ترڅنګ له هغوی وغوښتل، تر څو بزګرانو ته په دغه ولایت کې د مرستو لمن وغځوی، ترڅو د لیرې پرتو ولسوالیو بزګران هم ترې برخمن شي.
په همدې حال کې د میدان وردګو د کرنې او مالدارۍ رییس ګټه اخیستونکو ته په خطاب کې وویل، چې وېشل شوی تخمونه په خپل وخت د کرنې ریاست له لارښوونې سره سم وکري.
باید وویل شی یاد بزګران د سروې له مخې اړمن پېژندل شوی وو چې د مرستو تر څنګ ورته د کرکیلې اړوند لازمې لارښوونې هم شوی دی،په یادو مرستو کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو  توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو یوریا سپینه سره وېشل کېږي.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

افتتاح و بهره‌برداری یک چکدم با ظرفیت ذخیره ۱۰۰ هزار متر مکعب آب در ولایت فراه

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
یک چکدم به طول مجموعی ۴۱۲ متر و ظرفیت تقریبی ذخیره ۱۰۰ هزار متر مکعب آب در قریه انجیران ولسوالی پشت‌کوه ولایت فراه افتتاح و به بهره‌برداری سپرده شد.
مراسم افتتاح این. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با مسؤول مؤسسه CRS در افغانستان دیدار کرد

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عبدالعلی عمری رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در دیداری با محمد آدم حامد، رئیس عمومی مؤسسه بین‌المللی CRS در افغانستان و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۳
Background image

برگزاری سمینار آگاهی‌دهی درباره جلوگیری از کشت کوکنار و ترویج کشت بدیل در سرپل

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
سمینار آگاهی‌دهی درباره جلوگیری از کشت کوکنار و ترویج کشت بدیل با اشتراک حدود ۱۰۰ تن از دهاقین در ولسوالی صیاد ولایت سرپل برگزار شد.
در این سمینار نماینده ولسوالی. . .

BACK TO NEWS