د ځمکوالۍ په تخنیکي او حقوقي برخو کې د مرکزي زون کارکوونکي وروزل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۷ - ۹:۵۶
د ځمکوالۍ په تخنیکي او حقوقي برخو کې د مرکزي زون کارکوونکي وروزل شول

٢۷ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست مسؤلین او متخصصینو د مرکزي زون ( کابل، لوګر، ميدان وردګ، پروان، پنجشير کاپيسا او بامیان)) ولایتونو  د تصفیې، استملاک، سروې کدستر، د ځمکو انتقال او تبادله، د ځمکو معلوماتي سیستم او ځمکې بانک ریاست کارکوونکو لپاره د ځمکو په تخنیکي او حقوقي برخو کې درې ورځنی روزنیز پروګرام، پای ته ورسېد.
د پروګرام په پیل کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو ادارې د استملاک او بیامېشتېدنې لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري له ولایتونو څخه راغلي کارکوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ښوونکو او زدکوونکو د زیار او کوښښ څخه مننه وکړه او د هرات ولایت د زلزله ځپلو کورنیو شهیدانو ته جنت الفردوس او پاتې کورنی ته یې د جميل صبر دعا وکړه.
د استملاک او بیا مېشتېدنې لوی رییس د جیودیزۍ او کدستر عمومي رییس د خبرو په تائید، د ورکشاپ ټولو ګډونوالو ته  لارښوونه وکړه که په دندو کې مو هر څومره ستونزې وي د دغه ورکشاپ نه په ګټه اخیستلو له ښوونکو څخه غوښتنه وکړئ چې د دغې ستوزې په لرې کولو کې درسره مرسته وکړي.
ښاغلي عمري وويل په خپلو دندو کې مو له پوره دقت څخه کار واخلۍ تل حق خپل حقدار ته وسپارۍ او هېڅ کله مو له درکړ شوي مسوولیت څخه ناوړه استفاده ونکړۍ. د پروګرام په درېیمه ( وروستي ) ورځ د ځمکو چارو ریاست مسؤولین او کارپوهان د مرکزی زون ( کابل، لوګر، ميدان وردګ، پروان، پنجشير کاپيسا او بامیان) ولایتونو  د تصفیې، استملاک، سروې کدستر، د ځمکو انتقال او تبادله، د ځمکو معلوماتي سیستم او بانک زمین ریاست کارکوونکو لپاره د ځمکو په تخنیکي او حقوقي برخو کې د ښوونکو لخواه د استملاک په برخه کې په مفصل ډول معلومات وړاندې شول.  
دغه پروګرام کې د لوګر ولایت د ځمکوالۍ تخنیکي آمر مولوي محمد اکبر جلالي او د لوګر ولایت د کدستر عمومي مدیر امین الله صدیقي د مرکزي زون د کارکوونکو په استازیتوب د اراضی عمومي ریاست له مشرتابه او د دغه ریاست له ټولو مسؤولینو څخه مننه وکړه او دائر شوی ورکشاپ یې د ځمکوالۍ په برخه کې د کارکوونکو لپاره ارزښتناک وباله.
ورپسې د جیودیزی رییس انجنیر نیک محمد ځاځی د جیودیزی او کدستر عمومي ریاست په اړه خبرې وګړی او دغه څانګه یې د اراضی عمومي ریاست له مهمو برخو څخه یاد کړ. ورپسې د جیودیزی رئیس انجنیر نیک محمد ځاځی د جیودیزی او کدستر عمومي ریاست په اړه خبرې وګړی او دغه څانګه یې د اراضی عمومي ریاست له مهمو برخو څخه یاد کړ.
نوموړي وویل د جیودیزي او کدستر عمومي ریاست چې د جیودیزي، کدستر، فوتوګرامتري، کارتوګرافي، ځمکې او مېتادېتا ریاستونه پکې شامل دي د اراضی ادارې له مهمو ریاستونو څخه دی چې هره څانګه یې په خپل وار د ځمکوالۍ په برخه کې مهم او ارزښتناک مسووليتونه لري.
په پای کې د اراضي ریاست لوی رییس  ملا عبدالرحمن رحماني کارکوونکو ته لارښونه وکړه چې په خپلو دندو کې پر شفافیت، مراجعینو سره د ښه چلند او د سلسلې مراتبو په مراعاتولو خپلې چارې پر مخ یوسي.
همدارنګه ښاغلي رحماني له ټولو هغو کارکوونکو څخـه چې د دغه پروګرام په تنظیم او ښه والي کې زیار ایستلی وو د زړه له کومي مننه وکړه 
د غونډې په پای کې کارکوونکو ته د مسؤولینو له لورې د تصدیق نامو په ورکولو او د ارزونې، استملاک او بیا مېشت کېدلو رییس مولوي حضرت محمد طیب لخواه په دعا سره د مرکزي زون د ځمکو چارو په برخه کې درې ورځنۍ علمي ورکشاپ پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

افتتاح و بهره‌برداری یک چکدم با ظرفیت ذخیره ۱۰۰ هزار متر مکعب آب در ولایت فراه

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
یک چکدم به طول مجموعی ۴۱۲ متر و ظرفیت تقریبی ذخیره ۱۰۰ هزار متر مکعب آب در قریه انجیران ولسوالی پشت‌کوه ولایت فراه افتتاح و به بهره‌برداری سپرده شد.
مراسم افتتاح این. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با مسؤول مؤسسه CRS در افغانستان دیدار کرد

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عبدالعلی عمری رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در دیداری با محمد آدم حامد، رئیس عمومی مؤسسه بین‌المللی CRS در افغانستان و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۳
Background image

برگزاری سمینار آگاهی‌دهی درباره جلوگیری از کشت کوکنار و ترویج کشت بدیل در سرپل

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
سمینار آگاهی‌دهی درباره جلوگیری از کشت کوکنار و ترویج کشت بدیل با اشتراک حدود ۱۰۰ تن از دهاقین در ولسوالی صیاد ولایت سرپل برگزار شد.
در این سمینار نماینده ولسوالی. . .

BACK TO NEWS