دهلمند دکرنې په ریاست کې همکارو مؤسسو سره د همغږۍ غونډه دائره شوه 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۵ - ۱۰:۱۸
دهلمند دکرنې په ریاست کې همکارو مؤسسو سره د همغږۍ غونډه دائره شوه 

٢۴ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په ریاست کې د کرنې د برخې له همکارو مؤسساتو سره د همغږۍ غونډه دائره شوه. 
په دغه غونډه کې د هلمند د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي محمد شریف احسان، د مالداری او حیواني روغتیا آمر مولوي محمد عمر،  دکرنې متخصص ماسټر جان آغا بشیري، د ترویج عمومي  مدیریت استازي  او د کرنې د برخې همکارو مؤسسو چارواکو برخه اخیستې وه.
دغه مؤسسې د هلمند ولایت  په  ١٣ ولسوالیو کې دغنمو اصلاح شویو تخمونو د وېش لپاره سروې او د اصلاح شویو تخمونو دوېش په برخه کې کار او فعالیت  کوی .
د ناستې په لړ کې د یادو مؤسسو د مسؤلینو لخوا د خپلو کړنو په اړه معلومات د غونډې ګډونوالو سره شریک شول. 
د هلمند ولایت دکرنې ریاست مسؤلینو دکار د لا شفافیت لپاره خپل نظریات دیادو مؤسسو د مسؤلینو سره شریک کړل، چې د مؤسسو چارواکو ورته  دپوره همکارئ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې یاد مؤسسات به سږ کال ددې ولایت په ١٣ ولسوالیو کې ١٥٦٦.٧ متریک ټنه دغنمو اصلاح شوی تخم ، ٥٠٧.١٥ ټنه یوریا او ١٧٥٦.٩ ټنه تور کیمیاوي سرې مستحقو بزګرو ته  ووېشي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۲
Background image

نشست به‌منظور بهبود فعالیت‌های مرکز واحد تثبیت اراضی برگزار شد

۱۵ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ هـ.ق
به‌منظور ارزیابی و تقویت هماهنگی فعالیت‌های مرکز واحد تثبیت اراضی، نشست مهمی در ریاست تصفیه اراضی مربوط وزارت زراعت، آبیاری و مالداری. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

فرصت ویژه برای تولیدکنندگان و متشبثان سکتور زراعت و مالداری کشور

ریاست انکشاف سکتور خصوصی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان از شما دعوت می‌کند تا در  میله دهقان و سی‌وچهارمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری در بادام‌باغ کابل غرفه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

برگزاری جلسه هماهنگی سکتور زراعت و انکشاف دهات در فاریاب

۱۵ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت فاریاب به‌منظور بررسی روند تطبیق برنامه نهال‌شانی خزانی ۱۴۰۴ و کمپاین ملی نهال‌شانی بهاری ۱۴۰۵، تحت ریاست مولوی جان‌مراد وقار رئیس. . .

بازگشت به خبرها