میدان وردګو کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې فعالیتونه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۰:۲۹
میدان وردګو کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې فعالیتونه

د میدان وردګو په ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو د تخنیکي پلاوی په دې ولایت کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د میدان وردګو ولایت د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غړو د میدان وردګو ولایت دکرنې رییس او تخنیکي کمېټې مشر مولوی عبدالجبار خالد په مشرۍ د یوې غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې، د میدان وردګو ولایت دکرنې رییس او تخنیکي کمېټې مشر مولوی عبدالجبار خالد ترڅنګ د میدان وردګو ولایت دکاراو ټولنیزو چارو رییس مولوی عبدالغفورحیدري، د عدلیې رییس مولوی مطیع الله الحق عثمان، دفرمانو او حکمونو د تعقیب او نظارت رییس مفتې محمد نظیم غزالي، دکور او ښارجوړولو رییس مولوی عبدالقیوم سیف العمر، د ارشاد حج او اوقافو ريئس مولوی نصرت الله صلاح الدین، دامنیې قوماندانۍ مرستیال مولوی الله نورناصح، د کدسترسروې عمومي مدیر دواجان مجاهد، د امارتي قضایاوو آمر مولوی رازمحمد حلیم، مستوفي مولوی عبدالا احد ذالفقار او یوشمېر کارکوونکو شتون درلود.
ددې غونډې په ترڅ کې د چک ولسوالی د برېښنا بند د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار وروستۍ راپور ترتیب شو، چې مرکزي کمېسیو ته واستول شي، دغه راز په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې دمیدان وردګو ولایت د بهسودینو (مرکزي بهسود او حیصه اول بهسود )ولسوالیو کې د سپینو او ددښتي سیمو د ابتدائیه څېړنې په خاطر د تخنیکي پلایو له غړو څخه د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو اومالداری ریاست د رییس ترمشرۍ ټیم به یاد ولسوالیو ته سفر وکړي.
 همداراز په دې غونډه کې د یوشمېر اشخاصو دوسیې وڅېړل شول او د وروستي پرېکړې په پار اړوندو کسانو ته وسپارل شول.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها