لغمان کې له یوشمېر بزګرانو سره د کچالو تخمونو مرسته وشوه  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۲:۵۵
لغمان کې له یوشمېر بزګرانو سره د کچالو تخمونو مرسته وشوه  

١ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٨ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د کرنیزو کاروباریانو او تولیدونکو (بزګرانو) ترمنځ د اړیکو د پياوړ تیا په پار د سولې ریښې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت مهترلام او قرغه یې ولسوالیو کې په نیمایې بیه بزګرانو ته د یوه جریب ځمکې لپاره د کچالو تخمونه ووېشل.
د کرنیزو محصولاتو د رسېدو په وخت د مارکیټ شتون او په مناسبه بیه یې پلورل یوه اساسي او بنیادي مسله ده چې ډېری وخت بزګران د رفع حاصل پر وخت له ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګریوان وي.
 په همدې اساس د لغمان دکرنې ریاست په دوامداره توګه هڅه کوي ترڅو د بزګرانو او کرنیزو کاروباریانو ترمنځ اړیکې پیاوړي کړي. 
کرنیزو تولیداتو ته مارکیټ پیدا کړي او بزګران وشي کولای تر رفع حاصل وروسته خپل محصولات په مناسبه بیه وپلوري. 
 د چارواکو په خبره د کچالو ټولیزه بیه لس زره افغانۍ ده، چې نیمایې بیه یې پنځه زره افغانۍ کېږي. د یاد قیمت څخه پنځوس سلنه بزګران او پنځوس سلنه د همکاري مؤسسې له طریقه شرکت ته ورکول کېږي. 
ددی پروګرام موخه د بزګرانو ملاتړ او د تولیدونکو او سوداګرو ترمنخ د اعتباري اړیکو ایجادول دي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها