د لغمان دولت شاه کې پر ١١٨ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول
١ تله ۱۴۰۲ه.ش
٨ ربیعالاول ۱۴۴۵ه.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو او د افغانستان لپاره دهالینډ کمیټې په مالي ملاتړ او دناورین پر وړاندې د غبرګون او د نوښت پروژې له لارې د دولت شاه ولسوالۍ له ١١٨ مالدارانو سره د پسونو د چاقولو په موخه د حیواني مغزي موادو(کانسټریټ) ووېشل شو.
ددې مرستې په ترڅ کې هر مالدار ته ٧٥ کیلوګرامه د څارویو مغزي توکي ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.
