هرات ولایت ته دکرنې وزارت د پلاوي سفر

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۹:۳۸
هرات ولایت ته دکرنې وزارت د پلاوي سفر

٢۹ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مشرتابه د حکم په اساس د مالدارۍ خدمتونواو حیواني روغتیا لوی ریس مفتی ذاکرالله، د وزارت د مقام ستر سلاکار محمد ولي وزیري او د حیواني روغتیا رییس محمدمختار محسني هرات ولایت ته د انصار خصوصي مسلخ د ستونزو او شته ستونزو ته د حل لارې پیدا کولو په موخه سفر وکړ.
یاد پلاوی دخپل سفر په ترڅ کې د هرات دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، د ریاست دمالدارۍ آمر او کارکوونکو سره په کتنه کې پر اړونده موضوع خبرې اترې وکړې.
دغه راز له دې کتنې وروسته د کرنې وزارت یاد پلاوی د انصار مسلخ څخه هم لیدنه وکړه او ددې شرکت د مسؤل او کارکوونکو غوښتنې، نظرونه او وړاندیزونه واورېدل.
په همدې حال کې دکرنې وزارت د مالدارۍ خدمتونواو حیواني روغتیا لوی ریس مفتی ذاکرالله، د وزارت د مقام ستر سلاکار محمد ولي وزیري او د حیواني روغتیا رییس محمدمختار محسني د هرات ولایت د زنده جان په ولسوالی کې د فوشنج کرنیز او مالدارۍ کمپلکس څخه هم لیدنه وکړه.
دغه کمپلیکس چې په ۳۵۰ جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده په کې د هګیو چرګانو فارمونه، دکب روزنې فارمونه، د شېدې غواوو فارمونه او بېلابېل د مېوو بڼونه شتون لري.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

آغاز کمپاین بهاری نهال‌شانی در کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی برای سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقه جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار به‌گونه رسمی آغاز شد.
در این مراسم، مولوی عبدالرشید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

جلوگیری از انتقال ده‌ها رأس گاو قاچاقی از پاکستان به کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار می‌گویند که نیروهای امنیتی ولسوالی سپین بولدک از قاچاق ۴۶ رأس گاو از پاکستان به کندهار جلوگیری کرده‌اند.
به گفته مسئولان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۷
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بدخشان

۶ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهاری سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان با حضور مسئولان امارتی، نمایندگان موسسات. . .

بازگشت به خبرها