ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی کړنې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۹:۲۷
ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی کړنې

د ننګرهار ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي. 
ددغو هلو ځلو په دوام د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي  د کامې ولسوالی دګرداب سیمه چې خلکو خپل شخصي ملکیت باله له نږدې وکتل.
پدې لیدنه کې چې د کامې ولسوالی د ګرداب سیمې څخه ترسره شوه، د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي  رییس مولوي عبدالستار محمد سربېره د عدلی رییس، جلال اباد  ښاروال، د حج اوقافو رییس، د فرمانونو او حکمونو د تطبیق رییس،  د کار او ټولنیزو چارو رییس،  قومندانۍ مرستیال، د قضایایې امارت امر او د کدستر مسوول شتون درلود. 
 د ننګرهار د کرنې ادارې او تخنیکي پلاوي رییس مولوي  عبدالستار محمد په مشرۍ دغصب مخنیوی  تخنیکي پلاوي  دکامې ګرداب ځمکې  او  د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
دغه راز د غصب مخنیوي پلاوي  پریکړه وکړه چې د کامې ګرداب ځایې  خلک چې پر کومه ځمکه ادعا لرله چې زموږ شخصي ځمکې دي د کدستري نقشو ترکتلو وروسته یاده سیمه امارتي تثبیت شوي، او ولسي خلکو ته وویل شول چې دافغانستان اسلامي  امارت تر وروستۍ پریکړي پورې هیڅ څوک دتصرف حق نلري . 
همدارنګه پریکړه وشوه، چې راتلونکې غونډه کې د ځمکې مدعي د ټولو اسنادو سره را وغوښتل شې او د اراضي په دفاترو کې هم اسناد ولیدل شي؛  ترڅو موضوع ښه وڅېړل شي او د وروستي اجرآتو لپاره مرکزي کمیسیون ته واستول شي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

آغاز کمپاین بهاری نهال‌شانی در کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی برای سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقه جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار به‌گونه رسمی آغاز شد.
در این مراسم، مولوی عبدالرشید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

جلوگیری از انتقال ده‌ها رأس گاو قاچاقی از پاکستان به کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار می‌گویند که نیروهای امنیتی ولسوالی سپین بولدک از قاچاق ۴۶ رأس گاو از پاکستان به کندهار جلوگیری کرده‌اند.
به گفته مسئولان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۷
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بدخشان

۶ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهاری سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان با حضور مسئولان امارتی، نمایندگان موسسات. . .

بازگشت به خبرها