د کرنې او سوداګرۍ وزارت ترمنځ د هلمند ولایت د صنعتي پارک په موخه د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۲ - ۱۳:۱۶
د کرنې او سوداګرۍ وزارت ترمنځ د هلمند ولایت د صنعتي پارک  په موخه د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د هلمند ولایت د صنعتي پارک د جوړولو په موخه د ځمکې د لېږد په موخه تړون لاسلیک شو. 
په دغه غونډه کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو ریاست په مقام کې جوړه شوه، ملا عبدالرحمن رحماني د ځمکو چارو رياست لوی رییس، مولوي سید محمد نعیم محمدي د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو او صنعتي چارو لوی رییس او د دواړو ادارو د مختلفو څانګو یو شمېر مسوولين او چارواکو هم برخه اخیستې وه.
د دغه تړون لاسلیک د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست مشر ملا عبدالرحمن رحماني او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو او صنعتي چارو لوی رییس  مولوي سید محمد نعیم محمدي ترمنځ د ١٥٩ جریبه ځمکې انتقال، د هلمند ولایت د لښکرگاه ښار د صنعتي پارک د جوړولو په موخه ترسره شو.  
د يادونې وړ ده، چې ياده ځمکه د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د ۵/۱/۱۴۴۵ نیټې د ( ۷۷ ) ګنې فرمان له مخې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو ریاست له خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته انتقال شوی دی.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

آغاز کمپاین بهاری نهال‌شانی در کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی برای سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقه جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار به‌گونه رسمی آغاز شد.
در این مراسم، مولوی عبدالرشید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

جلوگیری از انتقال ده‌ها رأس گاو قاچاقی از پاکستان به کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار می‌گویند که نیروهای امنیتی ولسوالی سپین بولدک از قاچاق ۴۶ رأس گاو از پاکستان به کندهار جلوگیری کرده‌اند.
به گفته مسئولان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۷
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بدخشان

۶ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهاری سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان با حضور مسئولان امارتی، نمایندگان موسسات. . .

بازگشت به خبرها