د نهرسراج او ګرمسېر ولسوالیو د دو کرنیزو کوپراتیفونو مدیره پلاوی غړو سره ناسته وشوه
۸ وږی ۱۴۰۲ه.ش
۱۳ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د کرنیزو کوپراتیفو د بررسۍ پروسې په لړ کې د ګډ پلاوی لخوا ددوه بابه کرنیزو کوپراتیفونو له غړو سره ناسته وشوه او ترڅنګ یې د دوی د کرنیزو وسایطو موجودي ترسره شوه.
د ناستې او بررسی په دې لړ کې دګرمسیرولسوالی د افغان په نامه کرنیز او د نهرسراج ولسوالی اړوند د شیندک مانده کرنیزو کوپراتیفونو له مسؤلینو سره په نوی طرزالعمل دثبت چارو دمخته وړلو، د دوی دماشینرۍ دموجودی او د نوې کړنلارې له مخې له یادو وسایطو څخه د کار اخیستنې په برخه کې ورته لازمې لارښوونې وشوې.
دغه پروسه د ګډ پلاوی لخوا مخته وړل کېږي، چې پکې د ولایت مقام، امنیې قوماندانۍ او کرنې ریاست استازي شامل دي .
د یادونې وړ ده، چې د بررسۍ دغه لړۍ به تر هغو ادامه ولري، تر څو ټول کرنیزو کوپراتیفونونه د کرنې وزارت لخوا د نوې کړنلارې مطابق عیارشي.
