سروبي کې پر اته هکټاره ځمکه بڼ جوړ شوی
۸ وږی ۱۴۰۲ه.ش
۱۳ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه.ق
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وايي چې د روپاني بنسټ په همکارۍ د سروبي په ولسوالی کې پر نږدې ۴۰ جریبه ځمکه کې د بېلابېلو مېوو بڼ جوړ شوی دی.
په همدې موخه د سروبي د کرنیزو چوپړتیاوو او مالدارۍ مديريت چارواکو د روپاني بنسټ د مسولینو له دې بڼ څخه لیدنه وکړه.
د چارواکو په خبره د روپای بنسټ غواړي، چې د سروبي سبز په نوم د سروبي په مختلفو سیمو کې ځنګل او بڼونه احداث کړي.
