خوست کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۱۴:۳۱
خوست کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه


۲ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولايت دکرنې ریاست سره د همکارو بنسټونو، مؤسسو او نهادونو سره سکټوري غونډه کې، پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني ترڅنګ د خوست دکرنې رییس مولوی محمد زمان عمري، سیمه ییزو چارواکو او د سکټوري مؤسسو استازو ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني په خپلو خبرو کې د خوست د کرنې ریاست او اړوندو مؤسسو چارواکو ته په خطاب کې وویل، چې باید په خپلو کارونو کی همغږی ولري ښاغلی عثماني وویل: « د ښې همغږۍ په صورت کی کولای شی، چې ښه خدامات وړاندې کړۍ.»
 مولوی صدر اعظم عثماني دموُسسو مسوُلینو څخه وغوښتل، چې داسې پروژو باندې کار وکړي، چې اوږد مهاله او زیات اقتصادي ارزښت ولري دنمونې په ډول د اوبو مهار کولو لپاره چکدمونه، سربندونه،  کانالونه او داسې نورو پروژو باندې دې کار وکړي. 
ورپسې د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمدزمان عمري دتېر سکټوري غونډې د ورسپارل شویو اجرااتو لنډه کتنه وکړه، ورپسې دسکټوري غونډې د جوړولو پر اهمیت او هم دسکټوري غونډې پر بناُ د اړوند اداراتو او موسسا تو ترمنځ د ښې همغږۍ په جوړولو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: "تاسو دغه مظلوم ولس لپاره دکرنې او مالدارۍ په برخو کې په تېره میاشت کې ښه خدامات وړاندې کړي دي، دبېلګې  په توګه دقلندر ولسوالی، چې د خداماتو څخه محرومه وه تاسو توانیدل، چې خپل خدامات پکې پیل کړئ تاسو څخه مننه کوم."
 ښاغلی عمري د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، چې داسې پروژې پلي کړی، چې ولس ته یې بنیادي ګټه ورسېږي ترڅو  ولس ته د زیات وخت لپاره مصروفیت پیدا شي.
مولوي محمد زمان عمري د کرنې او مالدارۍ په برخه کې له فعالو مؤسسو  د بڼونو، کانالونه او سربندونه رغول او ترڅنګ یې دنیالګیو پیوند کول او  نورو مثمرو پروژو  غوښتنه وکړه.
په دې غونډه کې دغه راز د یوشمېر کورنیو او بهرنیو مؤسسو او ادارو استازو د خپلو کړنو راپور او ترڅنګ یې خپلې ستونزې او راتلونکې پلانونه په مفصل ډول د غونډې ګډونوال ته وړاندې کړل.
 ورپسې د خوست ولایت د استخباراتو استازی بلال خالد له لوری د امنیت په برخه کې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړل شو او د موُسساتو مسوُلینو څخه یې وغوښتل چې خپل سرې خدامات ونکړي د امارت د قوانینو په چوکاټ کې دې خپل فعالیتونه ولس ته وړاندې کړي.
 په همدې حال کې د مؤسسو استازو په خپل وارسره دکرنې،مالدارې، ځنګلونو او څړځايونو په برخه کې د خپلو فعالیتونو راپور د غونډې ګډونوالو سره شریک کړل.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۵۳
Background image

هیئت وزارت زراعت از غلهٔ ذخیره‌شده در سرپل بازدید کرد

۱۱ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمادی‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
هیئتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به رهبری مولوی قدرت‌الله حقیار، رئیس ذخایر استراتژیک این وزارت، در جریان سفرش به ولایت سرپل از غلهٔ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۰:۴۰
Background image

توزیع ۶۰۰ متریک تن خوراکه حیوانی در شش ولسوالی فاریاب

۱۱ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
روند توزیع ۶۰۰ متریک تن خوراکه حیوانی (کانسنتریت) در چوکات پروژه اقدامات پیشگیرانه خشکسالی دفتر کمک‌های بشری سازمان ملل متحد، در شش ولسوالی آسیب‌پذیر ولایت فاریاب به. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

آغاز کار احداث ۲۱۳ قطعه باغ انار در هلمند

۱۱ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
کار احداث ۲۱۳ قطعه باغ مثمر انار در ولایت هلمند از بودیجه انکشافی ریاست معیشت بدیل وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به  هدف ایجاد بدیل برای کشت کوکنار، تقویت معیشت پایدار. . .

بازگشت به خبرها