خوست کې یوشمېر بزګران وروزل شول
۲ وږی ۱۴۰۲ه.ش
۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «اي،دي،اي» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د اسمعیل خېلو مندوزیو ولسوالی اړوند د حسن محمد نادر خان سمیې د شپږو کلیو بزګرانو ته روزنیز پروګرام دائر او په بېلابېلو برخو کې دوی ته اړین معلومات وړاندې کړل.
د چارواکو په خبره دغو بزګرانو ته دنورو موضوعاتو ترڅنګ د کاروبار مدیریت د کرنیزو توکو ځنځیري ارزښت په هکله هم روزنه وکړل شوي دي.
ددې پروګرام موخه د بزګرانو روزل او د دوی وړتیاوې لوړول دي.
