لوګر ګې د څه باندې ۸۸ میلیونه افغانیو په لګښت یوشمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۱۲:۲۸
لوګر ګې د څه باندې ۸۸ میلیونه افغانیو په لګښت یوشمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د څه باندې ۸۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوشمېر پروژو چارې بشپږ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د لوګر دکرنې ریاست په خبره د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالی اړوند ده نو سیمه کې په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې، د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال الحاج شیرمحمد عباس ستانکزی، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د اقتصاد وزارت مالي مرستیال مولوي محمدعالم جمیل، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د اقتصادي کمیسیون د پلان او پالیسۍ رییس مولوي روح الله شهاب، د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي عنایت الله شجاع، دکرنې او مالدارۍ رییس مولوی سیدامین هاشمي،د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر مولوي کفایت الله ملنګ، د دویمي واحدونو یو شمېر رییسانو، علماوو، مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې، د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي وویل؛ دغه پروژې، چې د مرکز په ګډون دلوګر ولایت د محمدآغې او خروار ولسوالیو کې پر ١٧٠ جریبه ځمکه باندې ١٦ زره مثمر او غیر مثمر نیالګي اېښودل او همدارنګه د ١٠٧ کیلومتره کانالونو پاکول او ٢٠ جریبه مثمر بڼونو جوړول شامل دي، چې د خوړو نړیوالې اداې په مالي ملاتړ او(اچ.آر.ډيږاي) مؤسسې له لوری د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست په تخنیکی  همکاري د ٩ میاشتو موده کې بشپړ  او د پلي کولو پرمهال یې ٢٠٠٠ کسانو ته کاري فرصت هم برابره شوې وه.
دغه راز د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل: «د وچکالیو سره سره د تېرو دو کلونو په موده کې د همکارو موسسو په مرسته د کرنې او مالدارۍ او د چک ډېمونو د جوړولو په برخو کې ښه پرمختګونه شوي دي او سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې هم کابو دېرش سلنه زیاتوالۍ راغلی دی.»
ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال الحاج شیرمحمد عباس ستانکزي، د یادو پروژو مبارکي ټولو ولسونو ته وړاندې او زیاته یې کړه، چې له څو لسيزو وروسته  موږ ټولو په آرامه فضا کې د یو شمېر پرمختګونو شاهدان یو، لوګر تاریخي ولایت د علماوو او مبارزینو کور دی، د جهاد دروازه ده، د دې خاورې لوېشت لوېشت قرباني ورکړی، لوی لوی کانونه او ښه جغرافیایي موقعیت لري، ده له اړوندو وزارتونو غوښتنه وکړه، چې د لوګر د بیا جوړولو برخې ته پوره پاملرنه وکړي.
ښاغلي عباس وړاندې وویل، چې  اسلامي امارت په کمو امکاناتو د خپل ولس په خدمت او د هېواد آبادولو او همدارنګه د کرنې او سوداګرۍ برخو کې ښې لاسته راوړنې لري. 
د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي عنایت الله شجاع وویل؛ اوس د هېواد د آبادۍ لپاره وخت را رسېدلی، موږ له مرکزي ادارو څخه غوښتنه کوو، چې د لوګر د ښېرازۍ لپاره د کوټلي ګامونو  پورته کړي.
د مشرانو  او بزګرانو په استازیتوب استاد فزیر احمد عثماني له ترسره شویو پروژو مننه وکړه او ترڅنګ یې د کرنې، د اوبو د نشتون په برخو کې یو لړ وړاندیزونه شریکې کړې او هم یې د بزګرانو د تولیداتو  لپاره د بازار موندنې غوښتنکی شو.
د یادونې وړ ده، چې په نږدې راتلونکي کې به هم په لوګر کې د یو ستر څېړنیز فارم د جوړولو چارې هم پیل شي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها