د هلمند دکرنې ریاست: د ډاکار مؤسسې د کرنې برخې ولایتي مسؤل سره مشورتي ناسته وشوه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۹:۴۳
د هلمند دکرنې ریاست: د ډاکار مؤسسې د کرنې برخې ولایتي مسؤل سره مشورتي ناسته وشوه 

۲۹ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مقام په لارښؤنه،  له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې (ډاکار) مؤسسې اړوند د لغمان،  جلال اباد او هلمند لپاره دکرنې، اوبو لګولو او مالداری د پروژی مسؤل ډاکتر عاشق الله عاطف سره د کرنې ریاست مسلکي کارکوونکو مشورتي ناسته ترسره شوه. 
ددې ناستې موخه په هلمند ولایت کې د کوکنارو د بدیل کښت او د کروندګرو د عمده  ستونزو د تشخیص په اړه د مشورو او معلوماتو شریکول وو.
دهلمند ولایت د کرنې ریاست اړوندو مسلکي کارکوونکو د نوموړې پروژې مسؤل سره د هلمندي ځمکوالو د کرنیز اقتصاد پیاوړتیا په برخه کې هر اړخیزه معلومات شریک کړل او ترڅنګ یې د کوکنارو د بدیل په اړه د نوو با ارزښته نباتاتو د ترویج او تکثیر په برخه کې سلا او مشورې ورکړې.
ښاغلي عاطف ژمنه وکړه، چې یادې مشورې او غوښتنې به تر مرکزي مسؤلینو رسوي او هڅه به وکړي، چې هلمند ولایت کې د کوکنارو لپاره پر بدیلو پروژو کار وشي.
د یادونې وړ ده، چې ډاکار د هلمند ولایت د کرنې ریاست سره په همغږۍ ګڼې پروژې پلي کړي دي او د ځینو پروژو چارې لا هم روانې دي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها