پکتیا کې د نږدې یوولس میلیونه افغانیو په لګښت د اوبود یوې زېرمې د جوړولو چارې پیل شوې

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۸ - ۱۵:۲۶
پکتیا کې د نږدې یوولس میلیونه افغانیو په لګښت د اوبود یوې زېرمې د جوړولو چارې پیل شوې

۸ تله ۱۳۹۸
د پکتیا ولایت مرکز ګردیز اړوند مهلن سیمه کې د اوبو د یوې زېرمې د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه. په هغونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه د پکتیا والي الحاج عبدالولي سهي، د سکټور رییس انجنیر بهایي جان یار، د کرنې رییس انجنیر محمدالدین مومند او ددې ولایت یو شمېر نور چارواکي او قومي مشران کډون درلود.
د پکتیا د کرنې رییس محمد الدین مومند وویل، چې ددې پروژې ټولیز لګښت لس میلیونه او ۷۹۵
 زره او ۴۳ افغانۍ ده.
دغه پروژه په دې سیمه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبو د مدیریت او د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي په برخه کې به رغنده رول ولري. د ښاغلي مومند په خبره دغه جوړېدونکی زېرمه
۲۲۸ متره اوږدوالی، ۱۲۲ متره سور او ۱۰ متره ژور والی لري، چې د ۱۹۵ زره متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
د پکتیا د کرنې رییس وایي، چې ددې زېرمې په جوړېدو سره به ددې سیمې یو زر او
۲۰۰ جریبه اضافه ځمکې به هم د خړوبولو تر پوښښ لاندې راشي.
د اوبولګولو د یادې زېرمې په جوړولو کې یو شمېر ماهر او غیر ماهرو کسانو ته د کار د زمینې د برابرېدو ترڅنګ د اوبو د ضایعاتو مخه نیول کیږي، د موسمي ورښتونو اوبه به زېرمه شي، د سېلابونو او د خاورې د تخریب مخه به ونيول شي او همداراز ددې سیمې د ځمکو کرنیز حاصلات هم
۲۰ سلنه زیاتیږي، چې د بزګرانو په اقتصادي وده کې به رغنده رول ولري.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۱:۱۱
Background image

هیئت وزارت زراعت افغانستان با مسئولان مؤسسه تحقیقات زراعتی هند دیدار کرد

۲۰ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در ادامه سفر رسمی خود به جمهوری هند، با مسئولان شورای تحقیقات زراعتی هند و مؤسسه تحقیقات زراعتی هند دیدار و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۰:۲۶
Background image

هیئت وزارت زراعت افغانستان با مسئولان نهادهای بین‌المللی تحقیقات زراعتی دیدار کرد

۲۰ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  در ادامه سفر رسمی خود به جمهوری هند، با مسئولان نهادهای بین‌المللی  مرکز بین‌المللی بهبود جواری  و گندم،  مرکز بین‌المللی کچالو و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۰:۲۶
Background image

د کندهار په ۱۶ ولسوالیو او ښار کې له ۶۱۰ زره څخه ډېر کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د کوچنیو څارویو د روغتیا د خوندي کولو او د مالدارۍ د ودې په موخه، د کندهار ښار او ۱۶ ولسوالیو کې د داخلي او خارجي پرازیټونو د مخنیوي پراخ. . .

بازگشت به خبرها