ورکشاپ تجاریسازی سکتور تخمهای بذری در وزارت زراعت برگزار شد
۶ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
ورکشاپ مشورتی برای تدوین نقشهراه تجاریسازی تولید و تنوع تخم اصلاحشده بذری، با حضور نمایندگان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، سازمان زراعت و غذا ملل متحد و شرکتهای تولید تخم بذری در کابل برگزار گردید.
هدف از برگزاری این ورکشاپ، ساخت رهنمودی برای بلندبردن سطح تولید تخم بذری، تولید باکیفیت تخمهای اصلاحشده و کاهش وابستگی کشور به موسسات خارجی عنوان شد.
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، در این برنامه گفت که وزارت زراعت تلاش دارد تولید تخم بذری را در داخل کشور افزایش دهد تا از وابستگی به موسسات خارجی رهایی یافته و شرکتهای داخلی بتوانند نیاز دهاقین را برآورده سازند.
نجیبالله امیرزی، مشاور ارتباطات و استراتیژیک سازمان زراعت و غذا ملل متحد، نیز در سخنانی گفت که این سازمان در همکاری با وزارت زراعت برای تولید و توزیع تخم اصلاحشده بذری در خدمت دهاقین است و باید طرزالعملی مشخص برای رسیدن به خودکفایی در تولید داخلی ساخته شود.
در این ورکشاپ، روی موضوعاتی چون اصلاح پالیسیهای سکتور تخمهای بذری، تقویت نهادهای ذیدخل، بازاریابی و توزیع، ارتقای ظرفیت، تحقیق برای انکشاف ورایتیها و هماهنگی میان شرکای سکتور تخم بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
به اساس معلومات وزارت زراعت، در سال گذشته ۴۳ هزار متریک تُن تخم اصلاحشده در کشور تولید شده بود و امسال انتظار میرود میزان تولید به ۵۵ هزار متریک تُن برسد. وزارت زراعت در تلاش است تا تولید تخم بذری را از نظر کمیت و کیفیت بیشتر ارتقا بخشد.
کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د سکټور د سوداګریز کولو ورکشاپ دایر شو
۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د اصلاح شويو تخمونو د تولید او تنوع د سوداګریز کولو د لارې نقشې د جوړولو په موخه مشورتي ورکشاپ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» او د کرنیزو تخمونو د تولیدونکو شرکتونو د استازو په ګډون په کابل کې جوړ شو.
د یاد ورکشاپ موخه د کرنیزو تخمونو د تولید د کچې لوړول، د باکیفیته اصلاح شويو تخمونو تولید، او د هېواد د بهرنيو مؤسسو پر وړاندې د اتکا کمول ښودل شوی دی.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل، د کرنې وزارت هڅه کوي چې د کرنیزو تخمونو تولید د هېواد دننه زیات کړي، څو له بهرنيو مؤسسو د تړاو اړتیا له منځه ولاړه شي او کورني شرکتونه وکولای شي د بزګرانو اړتیاوې پوره کړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» د اړیکو او ستراتېژۍ سلاکار نجيبالله اميرزی هم وویل، چې دغه اداره د کرنې له وزارت سره په ګډه د اصلاح شويو تخمونو د تولید او وېش په برخه کې د بزګرانو د ملاتړ لپاره کار کوي، او باید د کورني تولید د ځانبسیا لپاره یو منظم طرزالعمل جوړ شي.
په دې ورکشاپ کې د کرنیزو تخمونو سکتور د تګلارو اصلاح، د اړوندو بنسټونو پیاوړتیا، بازارموندنه او وېش، وړتیا لوړونه، د ډولونو د پرمختګ لپاره څېړنې، او د سکتوري شریکانو ترمنځ د همغږۍ په موضوعاتو بحث او نظرونه تبادله شول.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال په هېواد کې ۴۳ زره متریک ټنه اصلاح شوي تخمونه تولید شوي وو، او تمه ده چې سږ کال دا کچه ۵۵ زره متریک ټنو ته لوړه شي. د کرنې وزارت هڅه کوي، چې د کرنیزو تخمونو تولید د کمیت او کیفیت له پلوه لا ډېر پرمختګ وکړي.
