هلمند کې یوشمېر بڼوالو ته د انارو مچ د مخنیوي په اړه روزنه ورکړل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۹
هلمند کې یوشمېر بڼوالو ته د انارو مچ د مخنیوي په اړه روزنه ورکړل شوه

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق  
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند، د بوټو ژغورنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو د مرکز لښکرګاه په ګڼو سمیو کې یو شمېر بڼوالو ته د انار مچ د مخنیوي په اړه  عملي او نظري روزنه ورکړه.
په دې روزنه کې بڼوالو ته د انار مچ د زیانونو، د خپرېدو لارو او د مخنیوي میخانیکي او کیمیاوي لارو چارو په اړه بشپړ معلومات وړاندې شول.
مسؤلینو څرګنده کړه، چې د انار مچ د نړۍ له خورا زیان رسوونکو افتونو څخه شمېرل کېږي، چې د انارو د ګل او مېوې د له منځه تلو، د حاصل د کمښت او د کیفیت د خرابېدو سبب ګرځي.
همداراز بڼوالو ته سپارښتنه وشوه، چې د منې او ژمې په موسم کې د بڼونو پاکوالي ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ورستې مېوې له منځه یوسي، پر وخت سره او اوبه ورکړي او د حشراتو د له منځه وړلو لپاره منظم درمل‌ پاشي ترسره کړي، ترڅو د افتونو مخنیوی وشي او ښه، باکیفیته او اقتصادي حاصل ترلاسه کړي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

اختتام کمپاین ادویه‌پاشی علیه آفات مورپت‌دار و خیمه‌ساز در ولایت پنجشیر

۲۵ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر از اختتام موفقانه کمپاین ادویه‌پاشی علیه آفات مورپت‌دار و خیمه‌ساز در مرکز و ولسوالی‌های این ولایت خبر داد.
این کمپاین که به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۶
Background image

در زون شرق نزدیک به یک میلیون پیوند درختان میوه‌دار تثبیت و برآورد شد

۲۵ جوزای ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
کارمندان آمریت تصدیق تخم‌های اصلاح‌شده ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، نخستین نظارت و برآورد تخمینی پیوندک‌های تولیدشده را در ده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۸:۲۱
Background image

به دهاقین در ولسوالی سروبی کابل آموزش عملی کشت عصری شالی ارائه شد

مدیریت عمومی زراعت و مالداری ولسوالی سروبی ولایت کابل در چارچوب ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت، به منظور افزایش حاصلات شالی و ترویج روش‌های نوین زراعتی، آموزش عملی کشت شالی را. . .

بازگشت به خبرها