معین مالی و اداری وزارت زراعت با تیم نظارت وزارت اقتصاد دیدار کرد
۲۹ دلو ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر، معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با تیم نظارت از تطبیق پروژههای انکشافی وزارت اقتصاد در معینیت مالی و اداری این وزارت دیدار کرد. در این دیدار، وضعیت مصرف بودیجه انکشافی، روند تطبیق پروژهها و چالشهای موجود مورد بررسی قرار گرفت.
در جریان این نشست، معین مالی و اداری وزارت زراعت بر اهمیت هماهنگی و همکاری میان ادارات امارتی تأکید کرده گفت که در سال جاری ۲۱ پروژه انکشافی در چوکات وزارت زراعت تطبیق شده و روند پیشرفت این پروژهها قناعتبخش بوده است.
همچنان، مسوولان ریاست مالی و پلان و پالیسی وزارت زراعت مشکلاتی را که بر روند تطبیق پروژهها اثرگذار بودهاند مطرح کردند. این مشکلات شامل توشیح و تخصیص نشدن بهموقع بودیجه، ماهیت فصلی پروژههای زراعتی، محدودیتها در واردات ماشینآلات و ادویهجات به دلیل شرایط سیاسی میان کشورها و نیز زمانگیر بودن پروسههای تدارکاتی میباشد.
بر بنیاد معلومات ارائهشده، تا اکنون بیش از ۷۵ درصد بودیجه تخصیص یافته برای وزارت زراعت به مصرف رسیده و پیشبینی میشود تا پایان سال مالی این رقم به ۸۵ درصد افزایش یابد.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اقتصاد وزارت د څارنې ټيم سره وکتل
۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ه.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د اقتصاد وزارت د پرمختيايي پروژو د پلي کولو د څارنې له ټيم سره د ياد وزارت په مالي او اداري معينيت کې وکتل. په دې کتنه کې د پرمختيايي بوديجې د لګښت وضعيت، د پروژو د پلي کېدو بهير او شته ننګونې وڅېړل شوې.
د غونډې په ترڅ کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د امارتي ادارو ترمنځ پر همغږۍ او همکارۍ ټينګار وکړ او ويې ويل، چې په روان کال کې د کرنې وزارت په چوکاټ کې ۲۱ پرمختيايي پروژې پلې شوې دي او د دغو پروژو د پرمختګ بهير د قناعت وړ بلل کېږي.
همدارنګه، د کرنې وزارت د مالي رياست او د پلان او پاليسۍ رياست چارواکو هغه ستونزې يادې کړې، چې د پروژو د پلي کېدو پر بهير يې اغېز کړی دی. په دغو ستونزو کې د بوديجې پر وخت نه توشيح او نه تخصيص، د کرنيزو پروژو فصلي ماهيت، د هېوادونو ترمنځ د سياسي شرايطو له امله د ماشينآلاتو او درملو پر وارداتو محدوديتونه، او همدارنګه د تدارکاتي بهير اوږدېدنه شامله ده.
د وړاندې شويو معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه پورې د کرنې وزارت لپاره له ځانګړې شوې بوديجې څخه څه باندې ۷۵ سلنه لګول شوې ده او اټکل کېږي، چې د مالي کال تر پايه به دا کچه ۸۵ سلنې ته لوړه شي.
