سه کانال آبیاری و دو ذخیره بزرگ آب در نورستان به بهرهبرداری رسید
۵ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمادى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
در ولایت نورستان، سه کانال آبیاری و دو ذخیره بزرگ آب با حمایت مالی و تخنیکی مؤسسه «دی آر سی» و هماهنگی نزدیک ریاست زراعت، تکمیل و رسماً برای استفاده مردم به بهرهبرداری رسید. با اجرای این پروژهها، ۱۵۵ هکتار زمین زراعتی و باغها تحت پوشش آبیاری قرار خواهند گرفت.
این پروژهها در مرکز نورستان، پارون و ولسوالی کانتیوا به همکاری مؤسسه «دی آر سی» عملی شده است. در مرکز پارون، کانال ۲۴۵ متری و ذخیره ۳۷۵ متر مکعب آب در روستای چتراس و همچنین کانال ۳۰۰ متری و ذخیره مشابه در روستای استیوی تکمیل شدهاند. در ولسوالی کانتیوا نیز کانال آبیاری به طول ۳۲۰ متر ساخته شده است.
به گفته مهندس منطقهای مؤسسه «دی آر سی»، تمامی این پروژهها ۱۵۵ هکتار زمین زراعتی و باغها را تحت پوشش آبیاری قرار میدهند. وی افزود که این اقدامات باعث افزایش تولیدات زراعتی، تقویت باغداری و بهبود وضعیت اقتصادی منطقه خواهد شد.
مراسم افتتاح این پروژهها با حضور مولوی فیصل مختار معاون والی نورستان، مسئولان مؤسسه «دی آر سی»، نمایندگان ریاستهای زراعت و اقتصاد و شماری از ساکنان محلی برگزار شد. سخنرانان اهمیت سیستمهای آبیاری، تأثیر آن بر افزایش تولیدات زراعتی و ایجاد فرصتهای شغلی برای مردم را یادآوری کرده و بر ضرورت نگهداری و مراقبت از این پروژهها تأکید کردند.
متنفذان و ساکنان منطقه از تلاشهای مؤسسه «دی آر سی» و ریاست زراعت قدردانی کرده و اطمینان دادند که این پروژهها بهصورت مشترک و پایدار نگهداری خواهند شد.
نورستان کې درې د اوبو لګولو کانالونه او دوه سترې د اوبو زېرمې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
په نورستان ولایت کې د «دي آر سي» مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ او د کرنې ریاست په نږدې همغږۍ درې د اوبو لګولو کانالونه او دوه لویې د اوبو زېرمې بشپړې او رسماً د خلکو د استفادې لپاره پرانیستل شوې، چې له امله به یې ۱۵۵ هکتاره کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر پوښښ لاندې راشي.
د نورستان ولایت په مرکز پارون او کانتیوا ولسوالیو کې د اوبو یادې پروژې د افغانستان لپاره د «دي آر سي» مؤسسې په همکارۍ عملي شوې دي. په مرکز پارون کې د چتراس کلي ۲۴۵ متره کانال او ۳۷۵ متره مکعب د اوبو زېرمه، همدارنګه د اسټیوي کلي ۳۰۰ متره کانال او ورته اندازه زېرمه بشپړه شوې ده. په کانتیوا ولسوالی کې هم ۳۲۰ متره اوږد اوبو لګولو کانال رغول شوی دی.
د«دي آر سي» سیمه ییزانجنیر د معلوماتو له مخې، له دغو پروژو څخه به ټولټال ۱۵۵ هکتاره کرنیزه ځمکه او بڼونه د اوبو لګولو تر پوښښ لاندې راشي. د ده په وینا، دا کار به د کرنیزو حاصلاتو په زیاتوالي، د بڼوالۍ په پیاوړتیا او د سیمې د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې څرګند اغېز ولري.
د پروژو د پرانستلو مراسم د نورستان د مرستیال والي مولوي فیصل مختار، د «دي آر سي» مسؤلینو، د کرنې او اقتصاد ریاستونو استازو او ګڼ شمېر سیمهییزو اوسېدونکو په ګډون ترسره شول.
ویناوالو د اوبو لګولو د سیستمونو اهمیت، د کرنیزو حاصلاتو د لوړوالي اغېزې، او د خلکو لپاره د کاري زمینو رامنځته کېدل یاد کړل او د پروژې د ساتنې او پالنې پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
د سیمې متنفذینو او اوسېدونکو د «دي آر سي» مؤسسې او د کرنې ریاست له هڅو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دغه پروژې به په ګډه او دوامداره توګه وساتي.
