در ولسوالی خاکجبار کابل برای ۵۱ خانواده نیازمند ۱۵۳۰ مرغ و مواد خوراکی مربوط به آن توزیع شد

اداره بازسازی دهات افغانستان (RRAA) زیر چتر ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل، در چوکات پروژه «رفاه و توانمندسازی جوامع مؤثر در افغانستان» برای ۵۱ خانواده نیازمند در ولسوالی خاکجبار ۱۵۳۰ مرغ همراه با مواد خوراکی آن توزیع کرد.
این پروژه از سوی شورای پناهندگان دنمارک (DRC) تمویل شده و در ولسوالیهای خاکجبار و سروبی ولایت کابل عملی میگردد.
بر بنیاد پلان پروژه، این کمک روز شنبه در ولسوالی سروبی انجام شد که در جریان آن برای هر خانواده مستحق ۲۷ مرغ ماده، ۳ مرغ نر، ۱۵۰ کیلوگرام دانه، ۱۰۰ گرام مولتیویتامین و ۱۰۰ گرام آنتیبیوتیک توزیع شد.
مسؤولان اداره بازسازی دهات افغانستان (RRAA) میگویند هدف از این کمکها تقویت معیشت زنان روستایی، حمایت از سیستم مالداری خانگی و فراهمسازی فرصتهای خودکفایی اقتصادی میباشد.
دکابل خاکجبار ولسوالی کې ۵۱ اړمنو کورنیو ته ۱۵۳۰ چرګان او د چرګانو خوراکي توکي ووېشل شول
د افغانستان لپاره د کلیو بیاودانولو ادارې «آر.آر.اې.اې» د کابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «په افغانستان کې د اغېزمنو ټولنو د هوساینې او پیاوړتیا”» پروژې په چوکاټ کې، په خاکجبار ولسوالی کې ۵۱ اړمنو کورنیو ته د ۱۵۳۰ چرګانو ترڅنګ د هغوی خوراکي توکي هم وویشل.
یاده پروژه د ډنمارک د کډوالو شورا«ډي.ار.سي» له لوري تمویل شوې او د کابل ولایت په خاکجبار او سروبي ولسوالیو کې عملي کېږي.
د پروژې د پلان له مخې، دغه مرسته د شنبې په ورځ په سروبي ولسوالی کې ترسره شوه، چې پر مهال یې هرې مستحقې کورنۍ ته ۲۷ چرګې، ۳ چرګان، ۱۵۰ کیلوګرامه دانه، ۱۰۰ ګرامه ملټي ویټامین او ۱۰۰ ګرامه انټيبیوټیک ووېشل شول.
د افغانستان لپاره د کلیو بیاودانولو ادارې «آر.آر.اې.اې» چارواکي وایي، چې د دغو مرستو موخه د کلیوالو ښځو د معیشت پیاوړتیا، د کورني مالدارۍ د سیستم ملاتړ او د اقتصادي ځان بسیاینې د فرصتونو رامنځته کول دي.