خوست کې پر ۴۰ هکټاره ځمکه ګني کرل شوي؛ سږکال د ۳۵۰ ټنه حاصلات اټکل کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۱:۵۱
خوست کې پر ۴۰ هکټاره ځمکه ګني کرل شوي؛ سږکال د ۳۵۰ ټنه حاصلات اټکل کېږي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې سږ کال په دغه ولایت کې پر شاوخوا ۴۰ هکټاره کرنیزه ځمکه ګني کرل شوي او نږدې ۳۵۰ ټنه حاصلات به ورڅخه تر لاسه شي.
د خوست دکرنې ریاست د معلوماتو له مخې، د کرنې ریاست مشرتابه هڅه کوي چې د کروندګرو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د هغوی د تولیدي ظرفیت د لوړولو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي. چارواکي زیاتوي چې د ګنیو د پروسس لپاره ځانګړو مرکزونو او کارخانو د جوړولو هڅې هم روانې دي، څو د بزګرانو تولیدات په معیاري ډول پروسس او بسته‌بندي شي.
د دوی په وینا، د پروسس د دغو مرکزونو په فعالېدو سره به نه یوازې د کروندګرو د تولید کچه لوړه شي، بلکې د کورنیو محصولاتو د بازارموندنې لپاره به هم نوي او پراخ فرصتونه رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS