حاصلات خربزه در کشور امسال بیش از یک میلیون و ۳۵۸ هزار متریک تُن رسیده است

براساس آمارهای ریاست احصاییه و معلومات زراعتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، در سال جاری بیش از یک میلیون و ۳۵۸ هزار متریک تُن خربزه در سراسر کشور حاصلات به دست آمده است.
ولایتهای بادغیس، بلخ، هرات، جوزجان، کندهار، زابل و ننگرهار با داشتن ساحات وسیع کشت، بیشترین میزان تولید خربوزه را در سال جاری داشتهاند. در مجموع ۷۴ هزار و ۴۷۶ هکتار زمین در سراسر کشور تحت کشت خربوزه قرار گرفته است.
خربزه افغانستان به دلیل طعم شیرین و کیفیت بلند آن در سطح منطقه شهرت دارد. در کشور انواع مختلف خربزه از جمله «چغتی»، «شکرپاره»، «جین تور»، «سبزک»، «ارکانی»، «لوبیای امیری» و «زنبورچه» کشت میشود. برخی از این انواع مانند «خربزه نازکپوست» زود خراب میشوند، در حالیکه «خربزه شکوری» دارای پوست ضخیمتر بوده و قابلیت نگهداری طولانیتری دارد.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تلاش دارد تا با فراهمسازی زمینههای مناسب بازاریابی داخلی و خارجی، فرصتهای بهتر درآمدزایی برای دهاقین کشور ایجاد نماید.
د هېواد د خټکیو سږني حاصلات څه باندې یو میلیونه او ۳۵۸ زره ټنو ته رسېدلي
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې، سږکال په ټول هېواد کې د خټکیو حاصلات له یو میلیونه او ۳۵۸ زرو متریک ټنو څخه زیات شوي دي.
د بادغیس، بلخ، هرات، جوزجان، کندهار، زابل او ننګرهار ولایتونه د پراخو کرنیزو سیمو له امله سږکال د خټکیو په تولید کې تر نورو ډېر مخکښ ولایتونه پاتې شوي دي. دهېواد په کچه ټولټال ۷۴ زره او ۴۷۶ هکټاره ځمکه کې خټکې کرل شوي دي.
د افغانستان خټکي د خپل خوږ خوند او لوړې کیفیته له امله په سیمهییزه کچه شهرت لري. په هېواد کې د خټکیو بېلابېل ډولونه کرل کېږي، لکه «چغتي»، «شکرپاره»، «جینتور»، «سبزک»، «ارکاني»، «لوبیای امیري» او «زنبورچه». د دغو له ډلې ځینې ډولونه، لکه «نریپوسته خټکي»، ژر خرابېږي، خو «شکوري خټکي» د غټې پوټکي له امله اوږدمهاله د ساتنې وړ ده.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي، چې د هېواد بزګرانو ته د مناسب کورني او بهرني بازار موندنې فرصتونو په برابرولو سره د عاید غوره فرصتونه رامنځته کړي.