تکمیل و بهرهبرداری سردخانه ۱۰۰ تُنی در ولایت فاریاب
پروژه اعمار سردخانه معیاری ذخیرهسازی میوهجات به ظرفیت ۱۰۰ تُن از بودجه انکشافی ریاست زیربناهای زراعت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در شهر میمنه ولایت فاریاب بهگونه کامل تکمیل و آماده بهرهبرداری شد.
این پروژه با هزینه مجموعی ۳۰ میلیون و ۵۸۹ هزار و ۱۹۰ افغانی از بودجه وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تمویل گردیده و از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت فاریاب توسط یک شرکت خصوصی مطابق معیارهای تخنیکی و اصول ساختمانی تطبیق شده است.
براساس معلومات ارائهشده، کار این پروژه بهصورت صد فیصد تکمیل گردیده و با فعالسازی آن، زمینه نگهداری معیاری میوهجات، کاهش ضایعات محصولات زراعتی و بهبود وضعیت اقتصادی دهاقین و تقویت اقتصاد محلی فراهم خواهد شد.
فاریاب کې د ۱۰۰ ټنه سړې خونې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو زېربناوو ریاست له پراختیایي بودجې څخه ۱۰۰ ټنه ظرفیت لرونکې د مېوو د ساتنې معیاري سړه خونه د فاریاب ولایت په میمنه ښار کې په بشپړه توګه جوړه او ګټې اخیستنې لپاره چمتو شوه.
دغه پروژه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له بودجې څخه د ۳۰ میلیونه او ۵۸۹ زره او ۱۹۰ افغانیو په ټولیز لګښت تمویل شوې ده، چې د فاریاب ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د یوه خصوصي شرکت په واسطه د تخنیکي معیارونو او ساختماني اصولو سره سم پلې شوې ده.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د دې پروژې چارې سل په سلو کې بشپړې شوې دي او د دې سړې خونې په فعالېدو سره به د مېوو معیاري ساتنې، د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو کمښت، د بزګرانو د اقتصادي وضعیت ښهوالی او د سیمهییز اقتصاد پیاوړتیا ته زمینه برابره شي.
