تفاهمنامه همکاری به ارزش بیش از ۳۴ میلیون دالر میان وزارت زراعت و مؤسسه بینالمللی افغان اید امضا شد
۷ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
تفاهمنامه همکاری به ارزش بیش از ۳۴ میلیون دالر امریکایی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مؤسسه بینالمللی افغان اید، با حضور مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی عبدالعلی عمری رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه های این وزارت و مسئولان مؤسسه بینالمللی افغان اید در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به امضا رسید.
این تفاهم نامه همکاری از سوی مولوی عبدالعلی عمری رییس عمومی پلان و هماهنگی برنامه های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و گورو نایک معاون و رییس بخش اقدامات اقلیمی موسسه افغان اید به امضا رسید.
این پروژهها با تمویل کشور بریتانیا و همکاری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در شش ولایت سمنگان، دایکندی، فاریاب، تخار، پکتیکا و کنر تطبیق میشوند و ۱۶ ولسوالی و ۲۷۰ قریه را تحت پوشش قرار میدهند. هدف از تطبیق این پروژهها، کاهش فقر، بهبود وضعیت معیشتی خانوادهها، انکشاف پایدار زراعت، حمایت از دهاقین و تقویت سکتور زراعت در کشور است.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، در این مراسم گفت که همکاری مؤسسات در تأمین نیازمندیهای اساسی مردم و پیشرفت سکتور زراعت اهمیت ویژه دارد. وی بر شفافیت، کیفیت و هماهنگی در تطبیق پروژهها تأکید کرده، افزود که هدف مشترک وزارت زراعت و نهادهای همکار، رشد سکتور زراعت، حمایت از دهاقین و رسیدگی به نیازمندیهای خانوادهها در ولایتهای کشور است.
بر بنیاد معلومات ارائهشده، در بخش آبیاری این پروژهها، ساخت ۱۲ هزار و ۲۲۷ واترشید، اعمار ۶۶۵ چکدم، ساخت ۹ هزار و ۱۰۳ گابین و ایجاد ۱۰۹ ذخیره آب در نظر گرفته شده است. با اعمار چکدمها، زمینه آبیاری ۱۲ هزار هکتار زمین زراعتی فراهم میشود. همچنان، در جریان تطبیق این برنامه، برای ۱۴ هزار تن در بدل کار پول پرداخت خواهد شد.
در بخش باغداری، غرس بیش از ۲۵۹ هزار اصله نهال مثمر و غیرمثمر و ایجاد دو هزار و ۱۵۰ باغ پیشبینی شده است. همچنان، دو هزار و ۱۴۶ تن در زمینه جمعآوری و نگهداری میوههای تازه و خشک آموزش خواهند دید.
در بخش مالداری نیز، توزیع دو هزار و ۳۸۳ رأس گاو و بز و قطعه مرغ، ایجاد ۱۱۶ مرکز پروسس و جمعآوری در مرکز و ولسوالیها و توزیع ۹۰ زرنج برای جمعآوری شیر شامل برنامههای این پروژهها است.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مؤسسه بینالمللی افغان اید تعهد کردند که برای تطبیق مؤثر این پروژهها، تأمین کیفیت و دستیابی به اهداف تعیینشده، با هماهنگی و همکاری مشترک فعالیت کنند.
د کرنې وزارت او «افغاناېډ» نړۍوالې مؤسسې ترمنځ د ۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او «افغاناېډ» نړۍوالې مؤسسې ترمنځ د ۳۴ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د دغه وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري او د «افغاناېډ» نړۍوالې مؤسسې د مسؤلینو په حضور کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې لاسلیک شو.
دغه هوکړهلیک د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري او د «افغاناېډ» نړۍوالې مؤسسې مرستیال او د اقلیمی برخی اقداماتو رییس گورو نایک له خوا لاسلیک شو.
دغه پروژې د بریټانیا هېواد په مالي ملاتړ او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ، په شپږو ولایتونو «سمنګان، دایکنډي، فاریاب، تخار، پکتیکا او کونړ» کې پلي کېږي، چې ۱۶ ولسوالۍ او ۲۷۰ کلي به تر پوښښ لاندې راولي. د دغو پروژو د پلي کېدو موخه د بېوزلۍ کمول، د کورنیو د معیشتي وضعیت ښه والی، د کرنې تلپاتې پراختیا، د بزګرانو ملاتړ او په هېواد کې د کرنې سکتور پیاوړتیا ده.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په دغو مراسمو کې وویل، چې د خلکو د بنسټیزو اړتیاوو په پوره کولو او د کرنې سکتور په پرمختګ کې د مؤسسو همکاري ځانګړی ارزښت لري. نوموړي د پروژو په پلي کېدو کې پر روڼتیا، کیفیت او همغږۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د کرنې وزارت او همکارو بنسټونو ګډه موخه د کرنې سکتور وده، د بزګرانو ملاتړ او د هېواد په ولایتونو کې د کورنیو اړتیاوو ته رسېدنه ده.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، ددغو پروژو په ترڅ کې د اوبو لګولو په برخه کې د ۱۲ زره او ۲۲۷ واټرشېډونو جوړول، د ۶۶۵ چکډېمونو رغول، د ۹ زره او ۱۰۳ ګبیونونو جوړول او د اوبو د ۱۰۹ زېرمو جوړول په پام کې نیول شوي دي. د چکډېمونو په جوړېدو سره به د ۱۲ زره هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو زمینه برابره شي. همدارنګه، د دغه پروګرام د پلي کېدو په لړ کې به ۱۴ زره کسانو ته د کار په بدل کې نغدي پیسې ورکړل شي.
د بڼوالۍ په برخه کې د ۲۵۹ زرو څخه د زیاتو مثمرو او غیرمثمرو نیالګیو کېنول او د دوه زره او ۱۵۰ بڼونو جوړول په پام کې نیول شوي دي. همدارنګه، دوه زره او ۱۴۶ کسانو ته به د تازه او وچو مېوو د راټولولو او ساتنې په برخو کې روزنه ورکړل شي.
د مالدارۍ په برخه کې هم د دوه زره او ۳۸۳ غواګانو، وزو او چرګانو وېش، په مرکز او ولسوالیو کې د مالدارۍ د محصولاتو د پروسس او راټولولو د ۱۱۶ مرکزونو جوړول او د شېدو د راټولولو لپاره د ۹۰ زرنج موټرسایکلونو وېش د دغو پروژو په پروګرامونو کې شامل دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او «افغاناېډ» نړۍوالې مؤسسې ژمنه وکړه، چې د دغو پروژو د اغېزمن پلي کېدو، د کیفیت د تأمین او ټاکل شویو موخو ته د رسېدو لپاره به په ګډه همغږۍ او همکارۍ فعالیت وکړي.
