دکرنې وزیر د مالیې سرپرست وزیر سره د کرنې وزارت پر پروژو او برنامو خبرې وکړې

naim.rezai
شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۶:۲۹
دکرنې وزیر د مالیې سرپرست وزیر سره د کرنې وزارت پر پروژو او برنامو خبرې وکړې

۱۶ زمری ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، د مالیې سرپرست وزیر محمدخالد پاینده سره د کرنې وزارت د برنامو او پروژو په هکله خبرې وکړې.
په دې غونډه دکې د روان کال پر وچکالۍ او د وچکالیو پر وړاندې د مبارزې په پار د حکومت پر برنامو هم خبرې وشوې.
د مالیې سرپرست وزیر امکاناتو او د بودیجې محدودیت ته په اشارې سره، د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې (EATS) د پروژو د بودیجې زیاتوالي او تمویل په هلکه د ماليې وزارت پر چمتووالي خبرې وکړې. هغه دغه راز وویل، چې دکرنې او مالدارۍ د برخې د ټولو بېړنیو پروژو ستونزې د ې د تخنیکي کمېټې له لارې حل شي او پاتې نور اختیاري پروژې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې د پرېکړې پر اساس تنقیص شوي دي، تنقیص شوي شمېرل کېږي.
دمالیې سرپرست وزیر زیاته کړه، د کرنې وزارت کولای شي،  خپل هغه،  پروژې چې لومړیتوب لري د غیر اختیاري بودیجې له لارې تأمین کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۱۹
Background image

خوست کې د نويو چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام مثبتې پایلې 

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په کچه د اوبو د اغېزمن مدیریت په لړ کې خپلې هڅې لا چټکې کړې دي، چې په همدې لړ کې د خوست ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

بازگشت