د کرنې وزارت د کارکوونکو چارو رییس په مشرۍ نورستان کې د ښه مدیریت او اداري نظم ورکشاپ ترسره شو

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۰:۱۳
د کرنې وزارت د کارکوونکو چارو رییس په مشرۍ نورستان کې د ښه مدیریت او اداري نظم ورکشاپ ترسره شو


۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو رییس محمد عثمان ترابي د مسلکي ټیم او د یاد ریاست د سلاکار استاد محمد حنیف احسان په ملتیا د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ته د سفر پر مهال د فعالیتونو د نظارت او ارزونې ترڅنګ د «ښه مدیریت» تر عنوان لاندې کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ ترسره کړ.
د دغه سفر موخه د اداري فعالیتونو نظارت او ارزونه، د ښه مدیریت د اصولو ترویج او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د روزنیز ورکشاپ دایرول وو.
د غونډې په پیل کې ښاغلي ترابي د ښه مدیریت، ولس ته د شفافو خدماتو د وړاندې کولو، اداري نظم او ډسپلین په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او یاد موضوعات یې د نورستان ولایت د کرنې ریاست له کارکوونکو سره شریک کړل. هغه ټینګار وکړ چې اغېزمن مدیریت د ادارو د پرمختګ او د خلکو د باور د پیاوړتیا بنسټ جوړوي.
وروسته د یاد ریاست د سلاکار استاد محمد حنیف احسان له لوري د ښه مدیریت تر عنوان لاندې مفصل پریزنټېشن وړاندې شو، چې پکې د اداري چارو د سمون، د کاري موثریت لوړولو او د مسلکي چلند پر ارزښتونو رڼا واچول شوه.
په پای کې د نورستان ولایت د کرنې ریاست په استازیتوب د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمر ډاکټر بختیار سعید راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ریاست د کارکوونکو د مسلکیتوب، ښه مدیریت، هېواد او خاورې ته د ژمنتیا او وفادارۍ ستاینه وکړه. نوموړي زیاته کړه، چې د نورستان ولایت د کرنې ریاست رهبري ژمنه ده، څو په بېلابېلو وختونو کې خپل کارکوونکي وهڅوي چې د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ترسره کړي.


برگزاری ورکشاپ مدیریت خوب و نظم اداری در نورستان به رهبری رئیس امور کارکنان وزارت زراعت
۸ جدی  ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ رجب‌المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق
در جریان سفر رئیس امور کارکنان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، محمد عثمان ترابی، به همراه تیم مسلکی و مشاور این ریاست استاد محمد حنیف احسان به ولایت نورستان، علاوه بر نظارت و ارزیابی فعالیت‌ها، یک ورکشاپ آموزشی تحت عنوان «مدیریت خوب» برای کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت برگزار گردید.
هدف این سفر، نظارت و ارزیابی فعالیت‌های اداری، ترویج اصول مدیریت خوب و دایر نمودن ورکشاپ آموزشی به منظور ارتقای ظرفیت کارمندان عنوان شده است.
در آغاز این نشست، محمد عثمان ترابی پیرامون مدیریت خوب، ارایه خدمات شفاف به مردم، نظم و دیسپلین اداری به‌گونه همه‌جانبه صحبت نمود و این موضوعات را با کارمندان ریاست زراعت ولایت نورستان شریک ساخت. وی تأکید کرد که مدیریت مؤثر، اساس پیشرفت ادارات و تقویت اعتماد مردم می‌باشد.
سپس، استاد محمد حنیف احسان، مشاور این ریاست، پریزنتیشن مفصلی تحت عنوان مدیریت خوب ارایه کرد که در آن بر بهبود امور اداری، افزایش مؤثریت کاری و ارزش‌های رفتار مسلکی روشنی انداخته شد.
در پایان، داکتر بختیار سعید، آمر صحت حیوانی و مالداری، به نمایندگی از ریاست زراعت ولایت نورستان ضمن خوش‌آمدید به هیأت اعزامی، از مسلکیت، مدیریت خوب، تعهد و وفاداری کارمندان این ریاست نسبت به کشور و سرزمین قدردانی نمود. وی افزود که رهبری ریاست زراعت ولایت نورستان متعهد است تا در زمان‌های مختلف، کارمندان خود را تشویق نماید تا برای تقویت اقتصادی دهقانان و مالداران، تلاش‌های خستگی‌ناپذیر انجام دهند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۲:۳۹
Background image

بلخ کې پر ۳۰۰ هکټاره ځمکه د لمرګل کرکېله؛ تمه ده شاوخوا ۶۰۰ ټنه حاصل ترې ترلاسه شي

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې روان کال په دې ولایت کې پر شاوخوا ۳۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه د لمرګلي کرکېله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د کرنې او مالدارۍ پروژو د ښه مدیریت او ستونزو د حل په موخه ننګرهار ته د کرنې اومالدارۍ مرستیال سفر 

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته سفر وکړ. ددې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۴
Background image

د کندهار اتو ولسوالیو کې له ۹۰۰ څخه زیاتو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق 
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «کې‌اراو» مؤسسې. . .

بازگشت