د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې دوه سړې خونې پرانیستل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۳ - ۱۶:۱۱
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د تازه مېوو دوه سړې خونې ګتې اخیستنې ته وسپارل شول. ددغو سړوخونو په پرانیست غونډه کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، د مالیې وزارت او د سوداګرۍ خونې چارواکي او د امریکا د متحده ایالاتو د پراختیایي ادارې استازی شتون درلود. د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري ددغو سړوخونو پرانیست غونډه کې وویل: «دغه سړې خونې هر یوه یې د ۳۰ مټریک ټنه مېوو د ساتلو وړتیا لري، چې په ټولیزه توګه دواړه یې د ۶۰ مټریک ټنه مېوو د ساتلو په وړتیا سره جوړې شوي دي. دغه سړې خونې د تازه مېوو د صادراتو د چارو د سمون او تنظیم په موخه جوړې شوي دي ترڅو د صادراتي مېوو د ضایعاتو او خوساکېدو مخه ونیول شي. د هېواد ولسمشر جلالتماب محمداشرف غني په نوښت د هوایي دهلیزونو له جوړېدو وروسته د افغانستان د هوایي صادراتو کچه هم لوړه شوې ده. » هغه وویل، چې دغه سړې خونې د صادراتي تازه مېوو د خوساکېدو دمخنیوي په پار جوړې شوي دي. ښاغلی غفوري زیاته کړه: «په همدې موخه مو د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه سړې خونې جوړې کړې، د سوداګرو یوه لویه ستونزه دا وه، چې دوی ته دې سړې خونې جوړې شي، ځکه په تېرو وختو کې د دوی مېوې خوساکېدلې، د سړوخونو جوړول لوی بحث دی. له ټولو پانګوالو، سوداګرو او په ټوله کې له خصوصي سکټور څخه غواړو چې په دې برخه کې دې له مونږ سره همکاري وکړي ځکه چې د سړوخونو تر جوړولو وروسته مونږ یې د خصوصي سکټور په واک کې ورکوو.» ښاغلی غفوري دغه راز زیاته کړه، چې دمګړۍ په ټول هېواد کې درې زره او ۱۷ سړې خونې فعال دي، چې ددغو سړوخونو ډېر شمېر یې په وروستیو پنځو کلونوکې جوړې شوي دي. د هغه په خبره د کرنې وزارت په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د دوولس ۵۰۰ ټنې سړوخونو د جوړولو طرح، ډیزاین او برنامې چمتوکړي دي، چې ډېر ژر به یې د جوړولو چارې هم پیل شي. په همدې حال کې د مالیې وزارت د ګمرکاتو لوی رییس احمد رشاد پوپل ددغو سړوخونو جوړول د هېواد د پرمختګ په برخه کې لوی ګام وباله او زیاته یې کړه، چې دا سړې خونې ددې زمینه برابروي ترڅو افغانستان په معیاري اوسمه توګه خپل تازه مېوې نړیوالو مارکېټونو ته ورسوي. هغه وویل، چې پانګوالو او سوداګرو ته ښه زمینه برابره شوې ده او دولت هلې ځلې کوي، چې کړن لارو او پالیسیو ته په کتو صادروونکو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي. دغه راز د سواګرۍ خونې د پالیسیو مرستیال شفیق الله عطایي وایي، چې تازه مېوې او سابه د افغانتسان مهم صادراتي توکي دي. یاد دوه سړې خونې د کرنې وزارت له خوا د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې « USAID» په همکارۍ جوړې شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت