د هلمند ولایت د کرنې رییس د صنعتي محصولاتو نندارتون کې ګډون وکړ

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۴:۹
د هلمند ولایت د کرنې رییس د صنعتي محصولاتو نندارتون کې ګډون وکړ

۲ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د کرنیزو، سوداګریزو او صنعتي محصولاتو درې ورځنی څېړنیز نندارتون د بست خصوصي پوهنتون له لوري او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو پرانیستل شو. 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، مولوي نیازمحمد (وهاج) د نندارتون په پرانیستنې کې ګډون وکړ. په دې لیدنه کې، هغه د وطني تولیداتو پر ارزښت خبرې وکړې او د شرکتونو مسوولینو ته یې وویل: چې باید د بزګرانو باکیفیته محصولات ورڅخه رانیسي او پروسیس یې کړي.
مولوی نیازمحمد زیاته کړه، چې دا نندارتون د وطني تولیداتو د بازار موندنې لپاره خورا مهم دی. هغه له پانګوالو غوښتنه وکړه، چې د وطني محصولاتو د پروسس لپاره فابریکې جوړې کړي او د خصوصي شرکتونو مسولینو ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت