ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول
۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «افاېاو» په مالي ملاتړ، د جلالاباد ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۴۵۰ کورنیو ته د کورنیو باغچو د جوړولو او پراختیا په موخه د سبو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي او عضوي سرې او کرنیز وسایل ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، په وېشل شویو تخمونو کې بادرنګ، تور بانجان، ټینډۍ او پیاز شامل دي. همدارنګه، په هره بسته کې ٢٥ کیلو ګرامه یوریا،٢٥ کیلو ګرامه توره سره او ١٥٠ کیلو ګرامه کمپوست سره او د کرنیزو چارو لپاره بېلچه، تسکورې او پنجېکش هم ورکړل شول.
د دې مرستې موخه د کورنیو باغچو پراختیا، د سبزیجاتو تولید زیاتول او د کورنیو د خوړو اړتیاوو پوره کولو کې مرسته ده.
توزیع تخمهای سبزیجات و وسایل زراعتی برای ۴۵۰ خانواده در ننگرهار
۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، با همکاری تخنیکی مؤسسه اکشناید و حمایت مالی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO)، برای ۴۵۰ خانواده در نواحی مختلف شهر جلالآباد، بهمنظور ایجاد و توسعه باغچههای خانگی، تخمهای اصلاحشده سبزیجات، کودهای کیمیاوی و عضوی و وسایل زراعتی توزیع شد.
مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت ننگرهار گفت که تخمهای توزیعشده شامل بادرنگ، بادنجان سیاه، تِندی و پیاز میباشد. همچنان در هر بسته ۲۵ کیلوگرام کود یوریا، ۲۵ کیلوگرام کود سیاه و ۱۵۰ کیلوگرام کود کمپوست، همراه با وسایل زراعتی شامل بیل، کجبیل و پنجهکش نیز توزیع شده است.
هدف از این کمکها توسعه باغچههای خانگی، افزایش تولید سبزیجات و کمک به خانوادهها برای تأمین نیازهای غذاییشان میباشد.
