د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی په پار هڅې؛ یوشمېر ولایتونو کې د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۴۰
د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی په پار هڅې؛ یوشمېر ولایتونو کې د غصب مخه ونیول شوه

د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی د کمپاین په دوام د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د سګلونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه نیول شوې ده. 
ددغو هلو ځلو په ترڅ کې دکندهار، هلمند، زابل، پکتیکا، او پکتیا ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې امارتي ځمکې له غصبه خلاصې شوي دي. د چارواکو په خبره غاصبینو غوښتل چې امارتي ملکیتونه غصب او په تجارتي بڼه یې واړوي او یاهم یاده ځمکه کرنې ته چمتو کړي، چې پر وخت یې د غصب مخنیوی شوی دی.
د غصب د مخنیوی په دې کمپاین کې د یادو ولایتونو امنیه قوماندانۍ، اړونده حوزې او دکرنې چارواکو برخه اخیستې وه، چې د ګڼو اشخاصو او افرادو لخوا تازه جوړېدونکي ودانۍ ړنګ او په سیمه کې د هر ډول خپلسرو تصرفاتو مخه ونیول شوه.
د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول د افغانستان اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی او د هېواد په کچه ټول غصب شوې ځمکې د چارواکو له تایید او حکم وروسته بېرته راګرځول کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د غزني اسفندې صنعتي پارک لپاره ۱۱۰۰ جریبه ځمکه وسپارل شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت د اسفندې صنعتي پارک سیمه، چې شاوخوا (۱۱۰۰٫۳۳) جریبه ځمکه په بر کې نیسي، د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د حکم پر بنسټ د صنعتي پارک د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

بازگشت