د کندهار په باغ‌پُل سیمه کې د نږدې ۷۰ کارټنه قاچاقي کرنیزو درملو او امو د انتقال مخه ونیول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۴۲
د کندهار په باغ‌پُل سیمه کې د نږدې ۷۰ کارټنه قاچاقي کرنیزو درملو او امو د انتقال مخه ونیول شوه

۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې اړوند باغ‌پُل سیمه کې د ۶۰ کارټنه قاچاقي امو او ۸ کارټنه کرنیزو درملو د انتقال مخه ونیوله.
د مسؤلینو په وینا، په نیول شویو توکو کې ۶۰ کارټنه پاکستاني د امو مېوه او دغه راز د کرنیزو نباتاتو او څارویو بېلابېل ډوله درمل شامل وو، چې غوښتل کېدل په پټه او غیر قانوني توګه د هلمند بارمچي له لارې د کندهار ښار ته ولېږدول شي.
سرچینې زیاتوي، یاد درمل او ام د قرنطین مسؤلینو د پر وخت هڅو او همغږۍ په پایله کې د باغ‌پُل په سیمه کې کشف او ضبط شول، او د قاچاق هڅه یې شنډه کړه.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د همدې مسؤلینو له لوري له پاکستان څخه کندهار ته د لسګونه کارټنه قاچاقي کرنیزو درملو او امو د انتقال مخه نیول شوې وه.
د کرنې ریاست مسؤلین وایي، د غیر قانوني او بې کیفیته کرنیزو درملو د قاچاق پر وړاندې به خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي، څو د بزګرانو، کرنیزو حاصلاتو او چاپېریال خوندیتوب یقیني شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

بازگشت