د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنو لوی رییس په کندهار کې د څېړنیزو فارمونو چارې وارزولې؛ د اغېزمنو څېړنو او علمي نوښتونو پر دوام یې ټینګار وکړ

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۴۴
د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنو لوی رییس په کندهار کې د څېړنیزو فارمونو چارې وارزولې؛ د اغېزمنو څېړنو او علمي نوښتونو پر دوام یې ټینګار وکړ

۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو لوی رییس، مولوي نصرت‌الله طلحه، کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کوهکران، نوروزي او سیلو څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه او د یادو فارمونو د روانو فعالیتونو، څېړنیزو پروګرامونو او اداري چارو ارزونه یې وکړه.
د سفر په پیل کې د کرنیزو څېړنو لوی رییس د کوهکران څېړنیز فارم له عمومي مسؤول فتح محمد فیضي او د فارم له انجنیرانو سره ګډه غونډه وکړه. په دې غونډه کې د فارم مسؤولینو د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د ترسره شویو څېړنو، لاسته راوړنو او پایلو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او همدارنګه یې د ۱۴۰۵ کال د څېړنیزو پروګرامونو د تطبیق په اړه ډاډ څرګند کړ. هغوی وویل، چې ټولې څېړنې به د کرنې وزارت د منظور شوو پلانونو او لایحو له مخې په منظم ډول پر مخ یوړل شي.
مولوي نصرت‌الله طلحه د ترسره شویو څېړنیزو فعالیتونو او د فارمونو د مسؤولینو هڅې وستایلې او ویې ویل، چې په کندهار کې د څېړنیزو فارمونو منظم مدیریت او علمي فعالیتونه د کرنې د پرمختګ، د اصلاح شویو کرنیزو طریقو د ترویج او د بزګرانو د ستونزو د حل لپاره مهم ارزښت لري.
نوموړي د خپل سفر په دوام د کوهکران، نوروزي او سیلو څېړنیزو فارمونو بېلابېلې برخې له نږدې وکتلې، د روانو څېړنو بهیر یې وارزاوه او د وزارت له لوري یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
په همدې حال کې د کوهکران څېړنیز فارم عمومي مسؤول، فتح محمد فیضي، د کرنیزو څېړنو له لوی رییس څخه د لیدنې مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې په راتلونکې کې به هم د فارمونو ټولې څېړنیزې چارې په لا ښه کیفیت، اغېزمنتیا او مسلکي ډول پر مخ یوړل شي.
د یادونې وړ ده، چې په کندهار کې د کرنیزو څېړنو لپاره درې مهم څېړنیز فارمونه، یعنې کوهکران، سیلو او نوروزي، فعالیت لري. اوس مهال په کوهکران فارم کې د مېوو، په سیلو فارم کې د سبو او په نوروزي فارم کې د لمرګل نبات په اړه علمي څېړنې روانې دي، چې پایلې یې له ارزونې وروسته د بزګرانو او اړوندو سکټورونو سره شریکېږي، ترڅو د کرنیزو تولیداتو د ودې او د بزګرانو د عوایدو په زیاتوالي کې اغېزمن رول ولوبوي.
کندهار د هېواد له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي او د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنو ریاست تر چتر لاندې په دې ولایت کې د کوهکران، سیلو او نوروزي څېړنیز فارمونه فعالیت کوي. په دغو فارمونو کې د مېوو، سبو او لمرګل نبات په اړه علمي او عملي څېړنې ترسره کېږي، چې موخه یې د کرنیزو تولیداتو د کیفیت او حاصل زیاتوالی، د نوې ټکنالوژۍ ازموینه او د څېړنو پایلو د بزګرانو تر لاسه رسول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۶:۲۱
Background image

د کرنیزې میکانیزې رییس په لغمان کې د کرنیزو ماشین‌آلاتو د بیا فعالولو پر چټکتیا ټینګار وکړ

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې میکانیزې ریاست رییس، مولوي صحبت‌الله فاروقي، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ لغمان ولایت ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۶:۱۹
Background image

کونړ کې د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د څارویو د روغتیا د خوندي کولو او د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا په موخه، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر او د یادې شورا رییس، مولوي عطاءالله عمري، په مشرۍ، د کرنې. . .

بازگشت