هلمند کې د لبنیاتو د پروسس فابریکې رغنیزې چارې ۵۰ سلنه بشپړې شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۱:۴۴
هلمند کې د لبنیاتو د پروسس فابریکې رغنیزې چارې ۵۰ سلنه بشپړې شوې

۲۱ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت چارواکو مرکز لښکرګاه کې د شېدو د پروسس فابریکې د رغولو چاري له نږدې و ارزولې.
ددغې فابریکې د رغونې چارې څه موده وړاندې پیل شوې وې، چې دا مهال یې رغنیزې چارې تر ٥٠ سلنه زیات سرته رسیدلي دي.
په ورته وخت کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر د اړونده قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې پاتې کارونه هرڅومره ژر چې ممکنه وي ترسره کړي ترڅو د لبنیاتو د پروسس په برخه کې لازم خدمات وړاندې شي، چې دیادې فابریکي مسؤلینو یې د چارو د ژر او پر وخت سرته رسولو ډاډ ورکړ.
 باید وویل شي، چې دغه فابریکه به تر رغېدو وروسته د اتو ساعتونو په موده کي ۴۰ ټنه شیدې پروسس کړي چي شیدې، مستې، شلومبې، پنیر، پېروی او د شېدو انرژیاني به تولیدوي او د هلمند تر څنګ د هېواد نورو ولایتونو ته به هم ولېږدول شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت