د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال د ځنګلونو د وضعیت ارزونې او نویو عایداتي سرچینو موندلو په موخه ننګرهار ته سفر وکړ

qiam_amin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۲:۵۰
د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال د ځنګلونو د وضعیت ارزونې او نویو عایداتي سرچینو موندلو په موخه ننګرهار ته سفر وکړ

۲۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۳۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال  مولوي باز محمد فیضان د یوه پلاوي په مشرۍ د ځنګلونو د وضعیت ارزونې، د قدرتي سرچینو د ساتنې او نویو عایداتي سرچینو د موندلو په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

په دغه سفر کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او نوې ټکنالوژۍ رییس مولوي معاذالله عادل هم د مرستیال وزیر ملتیا کوله. نوموړي د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د دغه ریاست له یو شمېر امرینو سره وکتل او د قدرتي سرچینو د مدیریت، د عوایدو د شفاف راټولولو، د ځنګلونو د وضعیت ارزونې او د نویو عایداتي سرچینو د پېژندلو په اړه یې خبرې وکړې.

د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال د دې لیدنې پر مهال د قدرتي سرچینو د ارزونې، ساتنې او مدیریت پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د عوایدو د راټولولو د بهیر د روڼتیا او د اړوندو چارو د اغېزمن مدیریت په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې.

همدارنګه، نوموړي د ننګرهار د کرنې ریاست اړوند د فارم جدید د نیالګیو روزنځای او د مېوو له ملي کلکسیون څخه لیدنه وکړه او هلته یې د جوړېدونکو څاڅکي اوبخور سیستمونو چارې له نږدې وکتلې.

د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د یادو روزنځایونو، د مېوو ملي کلکسیون، د څاڅکي اوبخور سیستمونو او روانو فعالیتونو په اړه د وزارت مرستیال ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د یاد سفر موخه د قدرتي سرچینو د وضعیت ارزونه، د عوایدو د راټولولو د بهیر ښه والی، د ځنګلونو او نورو قدرتي سرچینو د ساتنې او مدیریت پیاوړتیا او د کرنیزو بنسټونو د فعالیتونو او پراختیا لپاره د نویو فرصتونو پېژندل بلل شوي دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په کچه د ځنګلونو د ساتنې، بیارغونې او پراختیا په موخه خپلې هڅې چټکې کړې دي. دغه وزارت د اړوندو پروګرامونو او فعالیتونو له لارې هڅه کوي، چې د ځنګلونو د ناقانونه پرېکولو مخه ونیسي، د ځنګلي سیمو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي، قدرتي سرچینې خوندي او د هغو د دوامدارې استفادې لپاره اغېزمن مدیریت رامنځته کړي. همدارنګه، د ځنګلونو او نورو قدرتي سرچینو ساتنه او پراختیا د چاپېریال د خوندیتوب، د ایکولوژیکي توازن د ساتلو او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم ارزښت لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

میدان وردګو کې د غنمو د حاصلاتو زیاتوالي او د کرنیزو میتودونو د دودولو په موخه ۱۵ ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۳۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدمتونو د پراختیا، د غنمو د حاصلاتو زیاتوالي او د عصري کرنیزو میتودونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۱۶
Background image

پکتیکا کې ۸۰ مالدارانو ته د لبنیاتو د پروسس او لېږد اړین وسایل ووېشل شول

۲۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۳۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اړیکو دفتر مؤسسې له لوري د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د ګاري او سکړان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۱۲
Background image

هلمند ته د کرنې وزارت د اراضۍ رییس په مشرۍ د ګډ پلاوي سفر

۲۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۳۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ یو ګډ پلاوی هلمند ولایت ته سفر وکړ.

په دغه ګډ پلاوي کې د کرنې. . .

بازگشت