د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال د ځنګلونو د وضعیت ارزونې او نویو عایداتي سرچینو موندلو په موخه ننګرهار ته سفر وکړ
۲۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان د یوه پلاوي په مشرۍ د ځنګلونو د وضعیت ارزونې، د قدرتي سرچینو د ساتنې او نویو عایداتي سرچینو د موندلو په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.
په دغه سفر کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او نوې ټکنالوژۍ رییس مولوي معاذالله عادل هم د مرستیال وزیر ملتیا کوله. نوموړي د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د دغه ریاست له یو شمېر امرینو سره وکتل او د قدرتي سرچینو د مدیریت، د عوایدو د شفاف راټولولو، د ځنګلونو د وضعیت ارزونې او د نویو عایداتي سرچینو د پېژندلو په اړه یې خبرې وکړې.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال د دې لیدنې پر مهال د قدرتي سرچینو د ارزونې، ساتنې او مدیریت پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د عوایدو د راټولولو د بهیر د روڼتیا او د اړوندو چارو د اغېزمن مدیریت په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې.
همدارنګه، نوموړي د ننګرهار د کرنې ریاست اړوند د فارم جدید د نیالګیو روزنځای او د مېوو له ملي کلکسیون څخه لیدنه وکړه او هلته یې د جوړېدونکو څاڅکي اوبخور سیستمونو چارې له نږدې وکتلې.
د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د یادو روزنځایونو، د مېوو ملي کلکسیون، د څاڅکي اوبخور سیستمونو او روانو فعالیتونو په اړه د وزارت مرستیال ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د یاد سفر موخه د قدرتي سرچینو د وضعیت ارزونه، د عوایدو د راټولولو د بهیر ښه والی، د ځنګلونو او نورو قدرتي سرچینو د ساتنې او مدیریت پیاوړتیا او د کرنیزو بنسټونو د فعالیتونو او پراختیا لپاره د نویو فرصتونو پېژندل بلل شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په کچه د ځنګلونو د ساتنې، بیارغونې او پراختیا په موخه خپلې هڅې چټکې کړې دي. دغه وزارت د اړوندو پروګرامونو او فعالیتونو له لارې هڅه کوي، چې د ځنګلونو د ناقانونه پرېکولو مخه ونیسي، د ځنګلي سیمو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي، قدرتي سرچینې خوندي او د هغو د دوامدارې استفادې لپاره اغېزمن مدیریت رامنځته کړي. همدارنګه، د ځنګلونو او نورو قدرتي سرچینو ساتنه او پراختیا د چاپېریال د خوندیتوب، د ایکولوژیکي توازن د ساتلو او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم ارزښت لري.
