د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالی کې د عشر او زکات عامه پوهاوي ناسته ترسره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۰:۲۶
د لغمان ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند دولت شاه ولسوالی کې د عشر او زکات مسؤلینو د زر کمر سیمې قومي مشرانو او علماؤ کرامو سره د عشر او زکات د ورکړې په اړه د عامه پوهاوي ناسته وکړه.

د لغمان ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند دولت شاه ولسوالی کې د عشر او زکات مسؤلینو د زر کمر سیمې قومي مشرانو او علماؤ کرامو سره د عشر او زکات د ورکړې په اړه د عامه پوهاوي ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د عشر او زکات مسؤلینو د اسلامي شریعت په رڼا کې د عشر او زکات د ورکړې اهمیت او ارزښت بیان کړ او له قومي مشرانو او علماؤ څخه یې وغوښتل چې د عشر د راټولولو په پروسه کې له عاملینو سره همکاري وکړي. د سیمې مشرانو او علماؤ هم په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
له ناستې وروسته د دولت شاه ولسوالۍ د عشر مدیر ملا محمد هاشم هاشمي سیمې ته لاړ او د جوارو د فصل د عشر د راټولولو له روان بهیر څخه یې څارنه وکړه. نوموړي عاملینو ته سپارښتنه وکړه چې له ولسونو سره د عشر د راټولولو پر مهال نېک چلند وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت