دڅارنې او ارزونې ریاست

mail-admin

د ادارې پېژندنه:

د څارنې او ارزونې  ریاست په ۱۳۸۵ کال کې  د کرنې وزارت د مقام په حکم د دې وزارت د کرنیز او ستراتیژي ماسټر پلان مطابق د پلان او پالیسی د لوی ریاست په اډانه کې  رامنځته شو.  په پیل کې دغه ریاست په خپل کاري تشکیل کې ۳ کارکوونکي درلودل. ، خو د نوموړي ریاست د اړتیا لرولو په وړاندیز او د محترم مقام د منظوری په اساس د ترویج ریاست آته کسه مسلکي او فنی کارکوونکو له ټولو وظیفوي امتیازاتو سره د څارنې او ارزونې ریاست په تشکیل  ور ګډ شول.  د څارنې او ارزونې ریاست د  خپل کلیدي ارزښت درلودلو   او ګټورتوب له امله ددې ادارې  د کارکونکو تشکیل زیات شو.  دمګړی دا ریاست په خپل  تشکیل کې ۳۵ کسه کارکوونکي او اجیران لري، چې  د وزارت محترم مقام  تر چترلاندې په خپله تشکلاتي اډانه کې په ښه توګه سره خپلې  ورځینی کړنې په څلورو برخو کې   ترسره کوي.

  • د معلوماتو د تنظیم او څارنې آمریت
  • د طبیعي سرچینو برنامې د پروژو د څارنې آمریت
  • د حاصل ورکولوبرنامې  د پروژو د څارنې آمریت
  •  د اقتصادي بډاینې او د مدیریت د بدلون د برنامې د پروژو د څارنې آمریت

لاسته راوړنې:

  • د پروژو د څارنې او ارزونې سیستم د کړنلارې  ترتیبول او منظورول.
  • د وزارت د مقام په لارښونه سره  له ۵۰ څخه د زیاتو څانګړو موضوګانو بررسی کول.
  • په پښتو، دري او  انګلیسی ژبو سره  د کتاب په بڼه د ارزونې او څارنې په برخه کې د درسي توکو برابرول.
  • د څارنې او ارزونې ریاست د کارکوونکو د کاري وړتیاوو لوړول.
  • د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د منل شوي پلان  پر بنسټ د  وزارت له پراختیايي  پروژو  څخه څارنه کول.
  •  د اوبو لګونې او ودانیزو پرژوو د برآورد په پار د  بیلا بیلو  برخو څارونکو  سره برخه اخیستل.

دارزنې او څار ریاست لرلید:

 د پروژو د ګټوروالي اواغیزمنتوب، د چاپیریال ساتنې د ښووالي او بنسټيزوالي په پار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارئ وزارت د لید لوري د پلي کیدو  په موخه   د څارنې او ارزونې د یو ګټور سیستم رامنځ ته کول.

 

موخې:

  1. د وزارت د پراختیایي پژوژو او برنامو د پلي کیدو او د  طرحې پروسې دتیزوالي په برخه کې د  شفافیت رامنځته کول.
  2. د پلي کیدونکو پروژو د ګټوروالی، اغیزمنتوب او اقتصادي، ټولنیزو، چاپیریال ساتنې او کاري چاپیریال په کچه کې لوړوالي رامنځ ته کول.
  3. د پراختیايي پروژو  د هوډ نیونې او ددې پروژو معلوماتو ته  د لاس رسي په برخه کې د کروندګرو، مالدارنو  او د ټولنې نورو  وګړو  ته د ګډون له لارې   د پروژو او پراختیايي برنامو  د لومړیتوبوالي په پار د یوې مناسبې زمینې رامنځ ته کول.
  4. د پروژو  او پراختیايي برنامو د نیمګړتیاوو، کمیو او ستونزو پیژندنه او د طرح شوي پلان مطابق او د راتلونکي هوډ نیونې لپاره د نوموړو پروژو په وخت  د  پلي کیدو او اغیزمتوپ په پار  د یادو ستونزو  د هواري لپاره د مناسبو لارو چارو لټول.
  5. د پلان جوړونې، پلی کیدنې، څارنې، ارزونې، د معلوماتو د مدیریت کولو او راپور ورکونې په موخه ، پر پایلو ولاړ  د ارزونې او څارنې د ګډ سیستم پیاوړي کول.