نړيوال بانک له خوا د EATS پروژې بوديجه کې ۵۷.۵ ميليون ډالر زياته شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۱۷:۱۹
نړيوال بانک له خوا د EATS پروژې بوديجه کې ۵۷.۵ ميليون ډالر زياته شوه

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۰
نړيوال بانک دکرنې او خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژې (‏EATS‏)  سره ۵۷.۵ ميليون ډالر نوره مرسته هم وکړه.         د جولای له ۱۲تر ۱۵ نېټې پورې د نړيوال بانک له خوا د EATS پروژې د فعاليتونو ارزونه وشوه،  چې په پایله کې يې ددې پروژې فعاليتونه مثبت وارزول. په هغه انلاين غونډه کې،  چې دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال هم  ګډون درلود ددې ارزونې پايله د چارواکو له خوا ګډونوالو سره شريک شو.
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت‌الله غفوري، ددې پروژې چارواکو او دکرنې وزارت اړوندو برخو ته هدايت ورکړ، چې د نړيوال بانک له خوا پر ټاکلې نېټه دې خپلې چارې بشپړ کړي.
د نړيول بانک د دې ارزونې د ماموريت غړي وويل، چې د کرنې او خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژې EATS د اغېزمنو فعاليتونو په پار ياد بانک ددې پروژې د فعاليتونو د لاښه پر مخ وړلو په پار د يادې پروژې په بوديجه کې ۵۷.۵ميليونه ډالر نور هم ور اضافه کوي، چې له دې پيسې څخه به ۲۰ ميليون ډالره يې دکابل، هرات، بغلان او کندهار په ولايتونو کې د څلورو سيلوګانو جوړولو او بيارغونې په پار لګول کېږي.  
د ياد ماموريت د غړو په ټکو ۳۷.۵ ميليون ډالر نورې پيسې يې د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د اوبولګولو شبکو په بيارغونه، د اصلاح شويو تخمونو وېش، د صفر انرژۍ سړو خونو جوړول او د متراکمو بڼونو د رغولو په برخه کې لګول کېږي.
دکرنې او خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژه د ۱۰۰ميليونه ډالرو په ارزښت د ۲۰۲۰ کال په سپټامبر کې پيل شو چې، بوديجه يې په ګډه د افغانستان دولت او نړيوال بانک له خوا ورکول کېږي. د نړيوال بانک له خوا ددې پروژې په بوديجه کې اوس  ۵۷.۵ میلیونه نور ډالر هم ور زياته شوې ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۰:۲۴
Background image

خوست کې د پخوانیو معتادینو د اقتصادي پیاوړتیا په پار چرګان او د چرګانو پالنې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست په ولایت کې د پخوانیو روږدو کسانو د ملاتړ، اقتصادي پیاوړتیا او بېرته ټولنې ته د سالمو او کار وړ افرادو په توګه د ورګرځېدو په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۹:۴۸
Background image

د هلمند موسی قلعه ولسوالی کې ۵۰ مالدارانو ته د مالدارۍ اړوند تجهیزات ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د موسی قلعه ولسوالی د کرنیز ترویج عمومي مدیریت اړوند د مالدارۍ د ترویج او حیواني روغتیا مدیریت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۹:۱۷
Background image

سږ کال له کندهار څخه ۲.۵ ټنه شات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د مالدارۍ آمریت د مسلکي مسؤلینو د معلوماتو له مخې، روان کال له کندهار ولایت. . .

بازگشت