د خوارځواکۍ د پېښو ټیټوالی او د خوړو خوندیتوب په موخه د خوړو نړیوالې ادارې او دکرنې وزارت ترمنځ هوکړه لاسلیک شوه

content_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۷:۸
د خوارځواکۍ د پېښو ټیټوالی او د خوړو خوندیتوب په موخه د خوړو نړیوالې ادارې او دکرنې وزارت ترمنځ هوکړه لاسلیک شوه

۱ چنګاښ ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال شېرشاه امیري، نن په دې وزارت کې په افغانستان کې د خوړو نړیوالې ادارې WFP مرستیال پارواټي راماسوامي سره هوکړه لیک لاسلیک کړل.
دا هوکړه لیک د خوړو نړیوالې ادارې او د افغانستان د خوړو خوندیتوب ملي اسټراټیژۍ پر اساس جوړه شوې ده او پربنسټ یې د خوړو نړیواله اداره د طبیعي سرچینو، د خړو سیسټم پایداری او د خوارځواکۍ په برخو کې مرسته کوي.
ددې هوکړه لیک په لاسلیک غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال شېرشاه امیري وویل: «کرنه له مهمو سکټورنو څخه دی، چې د هېواد د عایداتو ۴۴ سلنه تامینوي. د اقلیم بدلون یوه نړیواله ننګونه ده، چې دکرنې سکټور یې هم زیانمن کړی دی، دا هوکړه لیک مرسته کوي، چې په دې برخه کې زموږ همکاران لا ډېر کار او فعالیتونه ترسره کړي.»
ښاغلی امیري زیاته کړه، چې ددې هوکړه لیک په اډانه کې له ولایتونو او ولسوالیو څخه کرنیز مالومات راټولېږي ترڅو د کرنې وزارت د پالیسیو په جوړولو کې له دې وزارت سره مرسته وکړي.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال وویل: «ددې هوکړه لیک یوه ښېګڼه د کرنې وزارت او د خوړو نړیوالې ادارې ترمنځ د ښو همکاریو او همغږیو رامنځته کول دي، چې د تولید، حفاظت او تغذیې په ځانګړې توګه د غنمو او سویابینو ځنځیري ارزښت په برخه کې فعالیتونه ډیزاین او پلي کوي.»
ددغو فعالیتونو د پلي کېدو لګښت ۱۲۷ زره او ۹۹۰ ډالره په پام کې نیول شوې ده، چې د غنمو او سویابینو د تولید زیاتوالی او وړتیالوړونې په برخو کې لګول کېږي.
سروې، د مالوماتو، بیو، شننو او شمېرو د راټولونې سیسټم ایجادول، د مالوماتو شننه او خپرول هم ددې هوکړه لیک یوه برخه ده.
په افغانستان کې د خوړو نړیوالې ادارې مرستیال پارواټي راماسوامي په دې هکله وویل: «د کرنې سکټور سره همکاریو ته ژمن یو. تولید، د خوړو خوندیتوب او د شمېرو راټولول دکرنې سکټور اساسي موضوعات دي، په همدې موخه ددغو فعالیتونو ملاتړ کوو، د افغانستان د بزګرانو کورنیو ترڅنګ یو او خپلو همکاریو ته ادامه ورکوو.»

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت