هرات کې د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه پرانیستل شوه

naim.rezai
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۶:۲۲
هرات کې د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه پرانیستل شوه

۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې «EAST» دفتر پرانیست.
ښاغلی غفوري وویل، چې د روان کال لپاره یاده پروژه هرات کې ۴۰۰ میلیونه افغانۍ بودیجه لري.
ښاغلی غفوري وویل، چې یاده پروژه د آبرېزو، چکډمونو او د اوبولګولو کانالونو د بیارغونې او جوړولو، د اصلاح شویو تخمونو وېش او د نویو بڼونو او ممیزخونو جوړولو په برخه کې فعالیت کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت